تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
کورونا وېروس: څرنګه کولای شو دوه متره فاصله وساتو؟
- Author, حمید شجاع
- دنده, بي بي سي، لندن
د نړۍ په لر او بر کې د خونړي کورونا وېروس د مخنیوي لپاره حکومتونو او نړیوالو ادارو بېلابېل تدابیر اعلان کړي دي. په ګڼو هېوادونو کې کاروبارونه او دفترتونه او عادي ورځنی ژوند په ټپه ولاړ دی او خلک په کورونو کې ناست دي.
پر دې سربېره د اسیا او اروپا ګڼو هېوادونو کې ښوونځي او ټولې تعلیمي ادارې تړلې شوې دي او زده کوونکي او محصلین هم په کورونو ناست دي.
ګڼو حکومتونو سپارښتنه کړې چې بازارونه او هوټلو دې وتړل شي او خلک دې یوازې د سختې اړتیا پر وخت بهر ووځي.
د دې وېروس د مخنیوي لپاره د روغتیا نړیوال سازمان او حکومتونو یوه مهمه سپارښتنه د ټولنیز لېرېتوب یا social distancing په تړاو ده.
د دې اصطلاح ساده مانا دا ده چې خلک باید د لیده کاته پر وخت، او که شونې وي په بازارونو او نورو ځایونو کې له یو بله دوه متره لېرې وګرځي.
طبعاً چې د نړۍ په ګڼ مېشتو ښارونو کې، چېرې چې د ترانسپورت نظام او لارې کوڅې د میلیونونو کسانو لخوا کارول کېږي، دا فاصله ساتل اسانه نه ده.
له همدې کبله حکومتونه اړ شوي دي چې له یو بله د خلکو د لېرې ساتلو لپاره نورې لارې چارې ولتوي. ځینې دا تدابیر په لاندې ډول دي.
له کوره کار کول:
په هغو هېوادونو کې چېرې چې انټرنټ او تکنالوژي پرمختللې ده او لاسرسی ورته اسان دی، حکومتونو خلکو ته سپارښتنه کړې ده چې له کوره کار وکړي.
د بېلګې په توګه په لندن کې د بي بي سي مرکزي دفتر کې ټولو هغو کارکوونکو ته چې له کوره په عادي توګه خپل ورځنی کار کولی شي، سپارښتنه شوې ده چې له اړتیا پرته دې دفتر ته نه راځي.
زه همدا شېبه د لندن په لویدیځ کې له خپل کوره دا لیکنه د بي بي سي پښتو پر وېبپاڼه خپروم. که چېرې له کوره دا کار شونی نه وای نو ښایي دفتر کې ناست وای.
خو لکه څنګه چې په پیل کې مې وویل، دا کار ښایي یوازې هغو هېوادونو کې شونی وي چې انټرنټ او تکنالوژي هر کور ته په اسانه رسېدلې وي.
بله موضوع ستاسې د کار ډول یا بڼه ده. که چېرې زه د بي بي سي پښتو تلویزیون ویاند یا د خپرونې جوړوونکی وای نو له کوره کار کول به راته ناشونې وه او باید دفتر ته تللی وای.
خو ګڼ کارونه ښایي داسې وي چې ان انټرنټ ته هم اړتیا ونلري او یوازې د یو کمپیوټر یا قلم او کاغذ په مرسته شوني وي.
میندوارو ښځو او هغو کسانو ته چې عمرونه یې تر ۷۰ کلونو پورته دي، په خاصه توګه له کوره د کار کولو سپارښتنه شوې.
ښاري ترانسپورت نه کارول:
د ټولنیز لرېتوب لپاره یوه بله مهمه سپارښتنه دا شوې ده چې خلک دې ښاري ترانسپورت له سختې اړتیا پرته نه کاروي.
دا سپارښتنه د هغو ښارونو لپاره لا مهمه ده چېرې چې میلیونونه کسان کار او دفترونو ته د تګ لپاره ښاري ترانسپورت کاروي.
وېره دا ده چې په ګڼه ګوڼه او ترانسپورتي نظام کې د کورونا وېروس لا په چټکۍ او اسانۍ خپرېږي.
یو ځل بیا به د لندن بېلګه یاده کړم، چې د نړۍ یو تر ټولو ګڼ مېشتی ښار دی.
دلته د معمول برعکس له تېرې یوې اوونۍ راهیسې سهار وختي او مازدیګر مهال په اورګاډو او سروېسونو کې خلک کم لیدل کېږي.
یو لامل خو یې هماغه دی چې پاس مو یاد کړ، یعنی ګن خلک اوس له کوره کار کوي.
بل لامل یې دا دی چې خلکو د خپل سفر وختونه بدل کړي، یعنی هڅه کوي په هغو ساعتونو کې سفر ونکړي چې معمولاً ګڼه ګوڼه پکې ډېره وي.
همدا راز ډېری خلک د لنډ سفر لپاره بایسکل یا ټکسی کاروي، او یا هم پلی تګ غوره بولي.
له خپلوانو او دوستانو سره تګ راتګ کمول:
د ټولنیز لرېتوب لپاره درېیمه سپارښتنه دا ده چې خلک دې په دې ورځو کې له خپلوانو او دوستانو سره تګ راتګ کم کړي.
د روغتیا نړیوال سازمان او نورې ادارې وایي، هغه کسان چې عمرونه یې له ۷۰ کلونو پورته دي، کورونا وېروس ورته مرګونی ثابتېدلی شي.
دوی ته سپارښتنه شوې ده چې له سختې اړتیا پرته له خپلو اولادونو او لمسیانو او نورو خلکو سره ونه ګوري.
نن یکشنبه د مارچ ۲۲مه دلته په بریتانیا کې د مور ورځ ده. خو لومړي وزیر بورېس جانسن همدا نن سهار په یوه ځانګړې لیکنه کې پر خلکو غږ کړی چې د خپلو میندو لیدو ته دې نه ورځي.
حکومت همدا راز وایي چې په دې ورځو کې دې له مېلمستاو او مېلو ډډه وشي.
له هوټلونو او مېله ځایونو لېرې ګرځئ:
د کورونا وېروس مخنیوي لپاره څلورمه سپارښتنه دا ده چې خلک دې په دې ورځو کې هوټلونو، مېله ځایونو او نورو داسې ځایونو ته نه ځي چې عموماً ګڼ خلک پکې راټول وي.
د نړۍ ګڼو هېوادنو کې هوټلونه او بازارونه وار د مخه تړل شوي دي او خلک ترې ډډه کوي.
له دې ور هاخوا ځینو هېوادونو پارکونو او مېله ځایونو ته هم د خلکو پر ورتګ بندیز لګولی.
د دې ټولو تدابیرو او بندیزونو موخه دا ده چې پر یو ځای د ډېرو خلکو د راټولېدو مخه ونیول شي، او په دې توګه د دوه متره فاصلې ساتلو په تړاو د روغتیا نړیوال سازمان سپارښتنه پلې شي.