تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د تېلو بیه ۱۸ کالو کې تر ټولو ټیټې کچې ته رسېدلې
په داسې حال کې چې د نړۍ ګڼ هېوادونو د کورونا وېروس له ناورین سره لاس او ګرېوان دي، په نړیوالو بازارونو کې د تېلو غوښتنه کمه شوې او بیه یې له ۲۰۰۲ کاله راهیسې تر ټولو ټیټې کچې ته را لوېدلې ده.
د دوشنبې پر ورځ د بېرل خامو تېلو بیه ۲۲ نیمو ډالرو ته ولوېده، چې د ۲۰۰۲ کال له نومبر راهیسې تر ټولو ټیټه بیه ده.
په تېره یوه میاشت کې شرکتونو د تېلو تولید یا کم کړی او یا یې بیخي بند کړی دی، چې له کبله یې د تیلو بیه هم پنځوس سلنه راکمه شوې ده.
یوازې په بازار کې د غوښتنې کمښت نه دی، د مارچ میاشتې پیل کې د سعودي او روسیې ترمنځ د تېلو د بیو پر سر جنجال هم وضعیت پېچلی کړی دی.
سعودي له روسیې غوښتنه کوله چې د اوپک یا تېلو تولیدوونکو هېوادونو ترمنځ د شوې هوکړې له مخې خپل تولید کم کړي، خو روسیې ورسره ونه منله.
دا په داسې حال کې ده چې نړیوالو شرکتونو وار د مخه د خامو تېلو د تصفیه کولو یا پاکولو چاره کمه کړې ده.
لامل یې دا دی چې په ټوله نړۍ کې د کورونا وېروس له کبله هوایي الوتنې او د موټرو تګ راتګ کم شوی، او ورسره د تېلو اړتیا هم کمه شوې ده.
کارپوهان وایي، همدا د کورونا وېروس روان وضعیت د تېلو د بیو کمېدو اصلي او لوی لامل دی.
په امریکا کې هم له ځایي شرکتونو تمه کېږي چې تولید کم کړي، ځکه د نورو تېلو ذخیره کولو لپاره ځای نشته. چارواکي هیله لري چې که تولید کم شي نو ورسره به بازار کې د تېلو بیې بېرته عادي کچې ته پورته شي.