تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د سعودي او روس ترمنځ د تیلو جګړه څنګه پیل شوه؟
د نړۍ اقتصاد له ستونزو سره لاس ګرېوان دی. یوې خوا ته کورونا ویروس او بلې خوا ته د تېلو پر سر جنجال.
د سعودي او روس ترمنځ پر خامو تېلو جنجال د دې توکي بیه لا ټیټه کړه.
امریکا چې پر تېلو ځان بسیا شوه، د مسکو او ریاض ترمنځ د تېلو پر تولید جنجال جوړ شو.
سعودي د تېلو بیې د زیاتېدو لپاره تولید کم کړ. سعودي یې لامل د کورونا ویروس له وجې بولي خو روس یې ځواب کې له اوپېک سره خپله همکاري ودروله.
ویل کېږي روس اسیايي مارکېټ کې د تېلو صادراتو کې د سعودي اجاره داري ننګول غواړي.
د رویټرز خبري اژانس په خبره، د روس په ځواب کې سعودي اوس پر ۲۵ امریکايي ډالر د خام تیلو پېرلو ته تیارېږي.
د کورونا ویروس د ننګونو له امله د جمعې په ورځ د تېلو بیه د ۲۰۰۸ کال له اقتصادي کړکېچ وروسته تر ټولو ټیټې کچې ته ورسېده.
د کورونا له وجې د خامو تېلو د غوښتنې او وړاندې کولو ( عرضه او تقاضا) ترمنځ انډول نشته.
د سعودي او روس جګړه پر څه ده؟
د ۲۰۱۶ ډیسمبر کې روس او سعودي په ویانا کې د ۱۱ نااوپېک چې اوس لس دي او اوپېک هېوادونوترمنځ تړون لاسلیک شو.
د دې تړون موخه د تېلو بیه زیاتول و، نه کمول. اول کې دا تړون تر شپږو میاشتو و، خو بیا یې وروستۍ نېټه وغځول شوه.
دې ته اوپېک پلس یا جمع اوپېک وايي
د دې تړون له مخې د روس په مشرۍ اوپېک د تېلي هېوادونو د تېلو تولید کې پر انډول ټینګولو کار کاوه.
د ۲۰۱۹ ډیسمبر کې دا تړون د ۲۰۲۰ تر اپرېل وغځول شو او هیله وه چې نور هم اوږد شي.
په دې بهیر کې روس او سعودي د خپلو اقتصادي ګټو لپاره څو تړونونه لاسلیک کړل، خو د مارچ پر شپږمه ناڅاپي پېښه وشوه، مګر روس څاري لا د مخه هم پر دې مسله پوهېدل.
ویانا کې سعودي له روس وغوښتل چې د تېلو بیې د ثابت ساتلو لپاره خپل تولید کم کړي.
روس نه دا چې دا وړاندیز ونه مانه، بلکې دا یې هم وویل چې د پخوا غوندې به پر ویانا تړون نه درېږي، دې سره داوپېک پلس ختم شو او د ریاض او مسکو ترمنځ د تېلو جنجال پیل شو چې تېلي جګړه ورته وايي.
د تېلو پر سر د ریاض او مسکو دا جنجال ډېرېږي. روس او اوپېک د دې توکي پر صادراتو کوم تړون ته راضي نه دي او سعودي د تېلو بیې کمولو او صادراتو زیاتولو خبره کړې ده.
رویټرز خبري اژانس وايي، سعودي د زیاتېدونکي تاوتریخوالي له امله د روس په ځای چین او هند کې د تېلو پېرونکو سره اړیکي پیاوړي کول غواړي.
د روسیې د تېلو غوښتنه ډېره کمه ده او سعودي خپل ملګري تېلي هېوادونه نورې عرضې یا د تېلو وړاندې کولو ته هڅه کوي.
د هوکړې لار نشته
یوازې سعودي نه بلکې نورو خلیجي هېوادونو هم د خپل تولید زیاتولو خبره کړې ده. بلې خوا ته روس له سعودي سره خبرو ته تیار نه دی.
د روس د انرژۍ زویر الیکزاندر نوواک د جمعې په ورځ وویل چې له اوپېک پلس هېوادونو سره د خبرو کومه وجه نشته او دوی به اپرېل کې د تېلو تولید په ورځ کې دوه لکه بیلرو یا بېرلو ته ورسوي. ور سره سعودي هم اراده لري چې اپرېل کې د ورځې ۲۰،۶ میلیون بیلره تېل تولید کړي.
د نړۍ د دوو سترو تېلي هېوادونو سعودي او روس ترمنځ د دې جګړې په هکله ګڼې پوښتنې شته.
دا هېوادونه دې جګړه کې خپل تاوان کوي؟ دواړه څه غواړي؟
تېره اونۍ سعودي، روس او د اوپېک نور هېودانه په ویانا کې سره جرګه و چې د کورونا ویروس له امله د تېلي تولید پر کمولو غور وکړي او دې سره د خامو تېلو بیه کنټرول کړي.
هغه مهال د خامو تېلو یو بیلر پر ۵۰ ډالره و.
کله چې سعودي د تېلو تولید کمولو خبره وکړه، خو مسکو ونه منله، نو د دې توکي بیه نوره هم کمه شوه او اوس یو بیلر خام تېل په ۳۳ ډالره دي.
سعودي هم په ځواب کې اپوټه پرېکړه وکړه او ویې ویل چې تولید به ډېر کړي.
ریاض او مسکو ته له تېلو ترلاسه شوې پیسې د دوی اقتصاد ته ډېرې مهمې دي، خو د دوی ترمنځ دا لوبه یې ډېر خرابوي.
روس ویلي که د تېلو په هکله جوړ جاړی ونه شي، نو له سعودي او د اوپېک له نورو هېوادونو سره به خپله نارسمي مرسته ختمه کړي.
یوه وجه دا ده چې تېرو کلونو کې د تېلو بیو زیاتېدو وروسته یې ډېرې پیسې ترلاسه کړې چې ور سره لویه مالي ګټه ورته رسېدلې ده.
بل دا چې که د تېلو پر بیه څه کېږي، نو د روس په باور ډېر تاوان امریکا کوي.
د تېلو د بیو کمېدو سره د امریکا اقتصاد زیانمنېږي او څومره چې د نړیوال فشار لپاره بندیزونه لګوي او د ځان پیاوړي کولو هڅه کوي بیا به هم اغېز پر امریکا وي او امریکا به کمزورې شي.
روس تېرو پنځو کلونو کې خپله بودیجه داسې کنټرول کړه چې له مخې یې خپله خزانه کې ۵۵۰ میلیارد ډالر جمع کړ، نو که د تېلو یو بیلر په ۲۵ یا ۳۰ ډالرو هم شي، ډېر تاوان به ونه کړي.
د روس د خزانې وزیر وايي، که د تېلو بیه دا ډول کمېږي، له ملي صندوق به ۱۵۰ میلیارد وباسي چې بودیجه ور سره کنټرول کړي.
تېره اونۍ د خامو تېلو بیه ۳۰ ډالره وه، که دا ۲۷ ډالره هم شي، نو روسیه د خپلې بودیجې د خوندي ساتلو لپاره هر کال له ملي صندوق ۲۰ میلیارد ډالر اېستلی شي.
پر ۲۰۱۵ کال د اقتصادي کړکېچ سره تر مخامخېدو وروسته روسیې د خپل اقتصاد د سمولو نوې پرېکړه وکړه، وروستیو کلونو کې یې پرمختګ پیاوړی کړ او اوس تر پخوا ډېرو لارو سره د اوسني حالت ښه مقابله کولی شي.
مسکو کې د ایلفا بانک مشره او اقتصادپوه نتالیه اورلووا وايي: که له اوپېک پلس سره تر دوبي کوم تړون ونه شي او د تېلو بیه تر ۳۰ ډالرو وي، نو روس ته د انډول ساتلو لپاره یو څه پکار دي.
د هغې په خبره، که د تېلو بیه کمېږي، نو مسکو به خپل لګښتونه کموي یا به ټیکسونه لوړوي.
اغلې اورلووا وايي: ملي صندوق بېړنیو حالاتو کې استعمالېږي، که حالات خرابېږي، نو بودیجه سختول پکار دي یا ټېکس لوړول، چې یوازې روسي مشتریان یې ور کوي.
د روسیې پلان دا و چې په یو نه یو ډول د امریکا د شېل ایل(شېل تېلو) تولید بشپړ ودروي.
د روس د تېلو حکومتي کمپنۍ راسنیفت مشر ایګور سیچن-چې ولسمشر پوتین ته د نږدې کس بلل کېږي- په دې باور دی چې د تېلو بیې زیاتولو او تولید کمولو سره امریکا ته د شېل ایل د تولید زیاتولو چانس په لاس ورغی.
د روس موخه د تېلو بازار کې خپله برخه پیاوړي کول دي.
پر شیل تېلو جوړولو ډېر لګښت کېږي او د دې لپاره پور هم اخستل کېږي، د روس باور دی چې که خام تېل ارځانوي نو امریکايي کمپنۍ ډوپه کېږي یا به له سره ځان جوړوي.
د امریکا تېلو مارکېټ ته ټکان ور کړ، مسکو د واشنګټن دا زور اوبه کول هم غواړي چې له مخې یې په هر هېواد خپلسري بندیزونه لګوي.
د روس دا پلان د امریکا د پور کارپورېټ مارکېټ یو مخ له منځه وړي او د شيل تېلو کمپنۍ له ماتې سره مخ کوي. همدا وجه ده چې ځینې کارپوهان وايي، دې مسله کې حکومت لاسوهنه پکار ده.
له سعودي سره هم دومره زېرمه شته که د تېلو بیه کمېږي، خپل اقتصاد سمبالولی شي. که څه هم مالي کسر یې لا د مخه پنځوس میلیارد ډالر دی، خو که د تېلو بیه غورځي، دا کس به له ۷۰ تر ۱۲۰ میلیارد ډالرو ورسېږي.
سعودي کې د تېلو برخې کارپوه انس الحاجي له الجزیره تلوېزون سره خبرو کې وايي، د تېلو بیه کمېږي، خو سعودي خپل تولید او صدراتو کې ښه مخکې دی او دې سره به ډېر تاوان ور ونه رسېږي.
د هغه په خبره، د تېلو بیه لا د مخه د کورونا ویروس او د روس د ضد له امله غورځېدلي دي. د دې حالت له امله سعودي خپل تولید د ورځې له ۷ میلیون بیلرو تر ۹ میلیون بیرلو ته یا له هغه ډېرې کچې ته ورساوه.