هند کې د کورونا یوه ناروغ له لاسه ۴۰ زره کسان قرنطین شول

د هند په پنجاب ایالت کې چارواکو په شل کلیو کې شاوخووا ۴۰ زره کسان وروسته له هغه قرنطین کړل چې په سیمه کې د کووېډ ۱۹ ناروغي خپره شوه.‌

ویل کېږي‌ چې دا ناروغي‌ د بلدېر سېنګ په نامه یو ۷۰ کلن سپین ږیري لخوا خپره شوې، چې وروسته دی خپله هم ترې مړ شوی.‌

د بلدېر سېنګ له مړینې وروسته مالومه شوه چې د ده ۱۹ تنه خپلوان هم کورونا وېروس لري.

چارواکي د دې کس له مړینې وروسته پوه شول چې دی په کورونا وېروس اخته و.‌

د دې کس په اړه ویل کېږي چې د دین تبلیغ یې کاوه او په دې وروستیو کې ایټالیا او جرمني‌ ته تللی و.‌

د پنجاب ایالت د روغتیا چارواکو بي بي‌ سي ته وویل، هند ته له راستنېدو وروسته دې کس د ډاکټرانو سپارښتنه نه وه منلې او ځان یې قرنطین کړی نه و.‌

بلدېر سېنګ له مړینې وړاندې د سېکانو په یوه لویه مذهبي‌ اجتماع کې هم ګډون کړی و.‌

دا اجتماع شپږ ورځې دوام کوي او هره ورځ پکې تر لسو زرو ډېر کسان ګډون کوي.‌

په ټول هند کې تر دې دمه د کورونا وېروس ۶۴۰ مثبتې پېښې ثبت شوې دي، چې ۴۰ یې په پنجاب ایالت کې دي.‌

خو کارپوهان وېره لري چې په دې هېواد کې د مثبتو پېښو اصل شمېر ښایي تر دې ډېر لوړ وي.‌

هند کې د دې وېروس موندلو لپاره د طبي معاینې اسانتیا خورا کمه ده، خو حکومت هڅه کوي‌ چې د دې ستونزې چاره وکړي.‌

هند یو اعشاریه درې میلیارده نفوس لري او وېره شته چې که هلته د کورونا وېروس په پراخه کچه خپور شي نو لویه تباهي‌ رامنځته کولی شي.‌

چارواکو بي بي‌ سي ته وویل، تر اوسه یې ۵۵۰ هغه کسان موندلي چې له بلدېر سېنګ سره یې لیده کاته کړي وو، او د نورو کسانو په لټه کې دي.‌

دا لومړی ځل دی چې هند کې د کورونا وېروس اندېښنو له کبله په دومره لویه کچه خلک او سیه قرنطین کېږي.‌

د هند ټول وګړي دا مهال تر ۲۱ ګرځبندیز لاندې دي او ځانونه یې په کورونو کې ګوښه کړي دي، خو د اړینو توکو اخیستو لپاره بهر وتلی شي.‌