تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د کورونا وېروس له مړو سره څه کېږي؟
- Author, صوفیه بیټزا
- دنده, بي بي سي
کله چې دې د زړه ته در نژدې کس وروستۍ شېبې وي، نو له هغه سره وروستۍ مخه ښه تا ته هر څه ده، خو کورونا وېروس د ایټالیا له وګړو دا وروستۍ مخه هم ښه اخیستې ده.
له دې وېروس مړه کسان له دودیزو مراسمو بې برخې دي او دا یې د خپلوانو غم نور هم زیاتوي.
د ایټالیا میلان ښار کې د دغو مړیو د ښخولو ادارې کارمنه اینډریا کیریټو وايي، د دې وبا له امله خلک دوه ځلې مړه کېږي.
"دا وبا دې له مرګ مخکې له خپلوانو لرې کوي، یوازې کېږې او بیا دا وبا ستا خپلوانو ته دا چانس هم نه ور کوي چې وروستۍ مخه ښه در سره وکړي، خلک داسې حالت کله مني".
د یوازېتوب مرګ
په کورونا اخته کسان له خپلوانو او ملګرو لرې او یوازېتوب کې مړه کېږي. د دې ناروغۍ د نه خپرېدو لپاره په روغتونونو کې له ناروغانو سره لیدنه نشته.
روغتیاپوهان وايي، له مړه شویو دا وېروس نورو ته نه ځي، خو له مړه کېدو وروسته هم څو ګړۍ پر جامو ژوندی وي، ځکه مړی سملاسي په خوندي موادو کې پېچل کېږي او خاورو ته سپارل کېږي.
د ایټالیا په کریمونا کې د مړو ښخولو ادارې یو غړی ماسیمو مسنکیسټروپا وايي، ډېر خپلوان وايي، چې د مړي وروستی دیدار کولی شي که نه، خو داسې نه کېږي، ځکه اجازه یې نشته:
"مړه خپل د خوښې ښه لباس کې خاورو ته نه سپارل کېږي بلکې د روغتون جامې یې په نصیب وي".
ماسیمو مینکیسټروپا وايي، دغسې حالت کې دوی هغه څه کوي چې په وس یې وي؛
"کومې جامې چې خپلوان یې را کړي، هغه پر نورو کپړو د پاسه پرې اچوو".
خپلوانو ته یې پر موږ له باور پرته بله چاره نشته
دې نادود حالت کې ښخوونکي د خپلوانو او دوستانو ځای نیولی.
یوه وجه دا ده چې د ډېری مړو شویو خپلوان هم په دې وېروس اخته او قرنطین دي.
کیریټو وايي: "موږ یې د خپلوانو او ملګرو دنده پوره کوو. د مړه د تابوت انځور خپلوانو ته استوو، له دې وروسته له روغتون مړی وړو یا یې ښخوو یا یې هم سوځوو. خپلوانو ته یې پر موږ له باور پرته بله چاره نشته".
اینډریا کیریټو وايي، لویه ستونزه دا ده چې د غمځپلو مرسته نه شي کولی.
کیریټو له تېرو دېرشو کلونو د ګور کیندلو کار کوي. د هغې پلار هم دا کار کاوه.
دا پوهېږي چې د خاورو ته سپارلو وخت کې دودیز کار د غمځپلو لپاره ډېر مهم دی.
د مړه په مخ لاس تېرول، لاس یې په لاس کې نیول او په عزتناک حالت کې یې لیدل، که دا چانس په لاس نه درځي، نو ډېره خواشینوونکې ده.
ډېر ګور کیندونکي اوس خپله قرنطین دي. ځینې نورو خپل کاروبار ځنډولی دی.
یوه اندېښمنوونکې خبره دا ده چې د دوی سره مناسب شمېر لاسموغان یا دستکش او ماسکونه نشته.
کیریټو هم وايي: "له موږ سره د یوې اونۍ لپاره د خوندیتوب وسایل شته، چې دا ختم شي نو کار به نشو کولی."
په دودیزو ښخولو بندیز
ایټالیا کې د کورونا وېروس د نه خپرېدو لپاره د یوه بېړني قانون له مخې دودیز ښخول بند دي.
دا د ایټالیا په څېر د رومن کاتولیک هېواد لپاره خورا نادوده خبره ده.
کیریټو ورځ کې لږ تر لږه یو کس ښخوي، چې خپلوان یې نه وي، ځکه هغوی تر ډېره قرنطین وي.
ماسیمو مینکیسټروپا وايي، دغسې حالت کې یو یا دوه کسان ښخولو کې ګډون کوي:
"که څوک وي هم، د مړي لپاره دوه خبرې هم نه شي ویلی، دغسې حالت کې چوپتیا وي".
ایټالیا کې د مارچ تر ۲۵ له ۷۵۰۰ ډېر کسان له کورونا مړه شوي دي.
د ښخوونکو کمپینو له دفترونو بهر د هغوی د خپلوانو داسې کتارونه جوړ دي، لکه د لویو پلورنځیو مخې ته.
شمالي ایټالیا کې ډاکټرونو ته د اتل درجه ور کول کېږي، خو ښخوونکي نه یادېږي.