تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
ټوله نړۍ کې له نیم میلیون ډېر کسان په کورونا وېروس اخته شوي
د نړۍ په کچه په کورونا وېروس د اخته کسانو شمېر له نیم میلیون اوښتی دی. د روغتیا نړیوال سازمان وایي چې سویلي اروپا د دې وېروس مرکز دی، او د ایټالیا او اسپانیې هېوادونه یې تر ټولو ډېر ځپلي دي.
دا په داسې حال کې ده چې د اروپا په ځینو هېوادونو کې هره ورځ سلګونه کسان د دې وېروس له کبله مري.
د بریتانیا حکومت ویلي چې پنجشنبه په لومړي ځل په یوه ورځ کې له ۱۰۰ ډېر کسان د کورونا وېروس له کبله وژل شوي دي.
په ټوله بریتانیا کې تر دې دمه کورونا وېروس د ۵۷۸ کسان ژوند اخیستی دی.
ایټالیا کې لا هم وضعیت ترینګلی دی او د پجنشنبې پر ورځ په ۷۱۲ نور کسان هم د کورونا وېروس له کبله مړه شول.
په دې هېواد کې اوس د ټولو وژل شویو کسانو شمېر ۸۱۶۵ تنو ته رسېدلی دی.
په تېرو څو ورځو کې ایټالیا کې د تازه مثبتو پېښو شمېر په کمېدو و، خو اوس یو ځل بیا پکې ډېروالی راغلی.
په اسپانیا کې د کورونا وېروس له کبله د وژل شویو کسانو شمېر له ۴ زرو اوښتی دی. په دې هېواد کې ټولټال څه باندې ۵۶ زره کسان په کورنا وېروس اخته دي.
د اسپانیې پارلمان اعلان کړی چې هېواد کې روان بېړنی حالت به د اپرېل میاشتې تر ۱۲مې نېټې دوام کوي.
بلجیم کې هم په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کورونا وېروس ۱۲۹۸ مثبتې پېښې ثبت شوې دي. په دې هېواد کې ټولټال ۶۲۳۵ کسان په کورونا وېروس اخته دي، او ۲۲۰ کسان ترې مړه شوي دي.
پاکستان کې په کورونا وېروس د اخته کسانو شمېر اوس ۱۲۰۰ کسانو ته رسېدلی دی.
د ټول پاکستان په کچه تر دې دمه ۹ کسان د دې وېروس له کبله وژل شوي دي.
د روغتیا په چارو کې د پاکستان د دولت وزیر ظفر مرزا ویلي، په دې هېواد کې څه باندې شپږ نیم زر کسان دا مهال قرنطین دي، چې له ایرانه ور ستانه شوي زیارت کوونکي هم په کې شامل دي.
ښاغلی مرزا وایي، د دوی له ډلې تر اوسه د ۲۵۰۰ کسانو ازموینه شوې، او ۵۸۸ مثبتې پېښې په کې موندل شوې دي.
هاخوا د سند ایالت حکومت د جمعې پر لمانځه او همدا راز له جماعت سره په لمانځه بندیز اعلان کړی دی.