تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
امریکا د ایت الله خامنه يي خبرې د دسیسې تیوري وبلله
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ایران د مذهبي مشر ایت الله خامنه يي دې خبرو ته غبرګون ښودلی چې د ده په خبره، ویل کېږي کورونا ویروس امریکا تولید کړی دی.
د بهرنیو چارو وزارت ویاندې مورګان اورتاګس د ایت الله خامنه یي د یکشنبې ورځې تور د دسیسې تیوري وبلله او هغه یې مضرې، بې مسوولیته او ناسمې وبللې.
مېرمن اورتاګس خپل ټوېټر کې لیکلي: د ووهان ویروس په هکله ټوېټر کې د خامنه يي د دسیسې جوړه تیوري مضره، بې مسوولیته او سل په سله ناسمه ده. که دا په نوم معظم مشر ریښتیا هم مشر وی، خپل مالي صندوق کې بې مالیې په میلیاردونو ډالر به یې د دې ویروس د خپرېدو د مخنیوي لپاره د ایران خلکو ته بېرته ور کړي وو.
د مېرمن اورتاګس دا خبرې د ښاغلي خامنه يي د ټوېټر انګریزي ترجمې ته ځواب و.
ایت الله خامنه يي د یکشنبې په ورځ خپلو نوروزي خبرو کې پر امریکايي چارواکي دا تور را پورته کړ چې "کورونا ویروس یې تولید" کړی دی او د نوموړي په خبره، په دې دلیل تهران له دې ویروس سره د مقابلې لپاره د واشنګټن مرسته نه غواړي.
نوموړي امریکايي چارواکو ته خطاب کې وویل: "تاسو تورن یی چې خپله مو دا ویروس تولید کړی دی".
خو زیاته یې کړه، نه پوهېږي چې دا تور څومره سم دی او نه یې د هغه لپاره شواهد او سندونه وړاندې کړل.
د ایران مشر دا هم وویل، چې ممکن امریکا د مرستې په نوم ایران ته داسې درملین توکي واستوي چې دا ویروس تلپاتې کړي.
د ښاغلي خامنه یي دا خبرې په داسې مهال دي چې د امریکا ولسمشر یو ځل بیا د یکشنبې په ورځ وویل، د کورونا ویروس له پراختیا سره د مقابلې لپاره واشنګټن له ایران سره مرستې ته تیار دی.
خو ځواب کې یې ایت الله خامنه يي زیاته کړه: "امریکايي چارواکو څو ځلې وویل چې موږ تیار یې تاسو سره د درو درملو مرسته وکړو، دا عجیبه خبره ده، خپله تاسو له کمښت سره مخ یی، خپل چارواکي یې وايي چې له کمښت سره مخ دي".
نوموړي له دلیل وړاندې کولو پرته وویل، امکان شته کورونا ویروس په ځانګړي ډول ایرانیانو ته د ګوزار ور کولو لپاره جوړ شوی وي او زیاته یې کړه: "ویل کېږي یوه برخه د ایراني جنیټیک د پېژندلو په کارولو سره د ایران لپاره جوړ شوې ده".
دا لومړی ځل نه دی چې ښاغلي خامنه يي د کورونا ویروس خپرېدو کې د امریکا د لاس درلود په امکان خبرې کوي.