تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
پاکستان پارلمان د ماشومانو جنسي ځورونې ضد قانون تصویب کړ
د پاکستان پارلمان د ماشومانو د ځوروونکو ضد قانون طرحه تصویب کړه. دا ګام دوه کاله وروسته له هغه پورته کیږي چې د زینب په نامه پر یوې اووه کلنې ماشومي جنسي تېري او بیا د هغې وژنې مرګوني ناکرارۍ او په ټولنه کې بحثونه راپورته کړل.
دې نوي قانون ته د ( زینب خبرداری، غبرګون او رغونه ) نوم ورکړل شوی. زینب هغه پاکستانۍ ماشومه وه چې په ۲۰۱۸ کال کې له جنسي تیري وروسته وژل شوې وه.
د دې قانون له مخې یوه ځانګړې اداره رامنځته کیږي چې د یوه ماشوم د ورکېدو پېښې ته چټک غبرګون ښيي او لاس په کار کیږي.
د زینب د وژنې پېښه د پاکستان د پنجاب ایالت په قصور ښار کې له دا ډول پېښو یوه وه. دې پېښې پراخه غوسه را وپاروله او په دغه هېواد کې یې له امله لاریونونه پیل شول.
د ناکراریو په دې پېښو کې لږ تر لږه دوه تنه ووژل شول. د زینب د وژلو په جرم محکوم کس چې په ورته شپږو جرمونو کې پړ وبلل شو، په هماغه کال اعدام شو.
د دې مصوبې طرحه لا له وړاندې د پارلمان مشرانو جرګې تصویب کړې وه، او د ولسمشر له خوا په توشیح سره به یې قانوني مراحل بشپړ او د قانون بڼه به خپله کړي.
د بشري حقونو فعالانو د دې مصوبې پراخ هرکلی کړی، خو دا چې څومره اغیز به ولري په دې برخه کې لا هم پوښتنې شته.
د زینب مړی د ۲۰۱۸ کال د جنورۍ په نهمه نېټه د خځلو په ځای کې وموندل شو. له دې یوه ورځ وړاندې هغه لادرکه شوې وه.
له دې سره سم په سیمه کې اعتراضونه پيل شول، ځايي خلکو پر پولیسو د بېغورۍ تور ولګاوه چې د هغو کسانو په نیولو کې پاتې راغلي چې په ورته څو نورو پېښو کې یې لاس درلود.
د زینب وژونکی عمران علي له پېښې شاوخوا درې اوونۍ وروسته د هغو انځورونو پرمټ ونیول شو چې د څار کامرو اخیستي وو او د زینب خپلوانو پولیسو ته ورکړي وو. کړ