تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
کورونا ویروس؛ سوېلي کوریا کې د زرګونو جوړو ډله ییز واده
د سولې او یووالي د نړیوال بنسټ له خوا په سوېلي کوریا کې د واده زرګونو جوړو د یووالي په کلیسا کې ودونه وکړل.
د واده دا مراسم د دې هېواد پلازمېنې سیول ته نژدې په ګاپیونګین کې د کورونا ویروس د ګنګوسې خپرېدو سربېره ترسره شول.
سوېلي کوریا منلې چې په دې هېواد کې تر اوسه ۲۴ کسان په کورونا ویروس اخته شوي دي.
د واده په دې مراسمو کې ځینو جوړو ماسکونه اچولي وو، خو نورې ټولې ناوې او زومان له طبي ماسکونو سره حاضر نه شول.
له ۶۰ هېوادونو نژدې شپږ زرو کسانو په دې مراسمو کې ګډون کړی و.
په دې مراسمو کې مراسمو ته تر حاضرېدو مخکې د خپل ډاډ لپاره ګډونوالو د کرونا ویروس معاینه وکړه. دا مراسم هغه وخت ترسره شول چې په جنوبي کوریا کې سترې غونډې د کورونا ویروس له امله لغوه شوې. د دې مراسمو سمبالوونکو د چینايي جوړو په ورتګ بندیز لګولی و.
د مراسمو سمبالګرو پر ګډونوالو ۳۰ زره ماسکونه ووېشل، خو ټول ګډوال یې اچولو ته حاضر نه شول.
.