تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
نړۍ ته د یوهٔ مرموز چینایي ویروس د لېږدېدو خطر
یوه نوي ویروس چې په ډسمبر میاشت کې په چین کې موندل شوی، لږترلږه دوه کسان وژلي او درېیو نورو هېوادنو ته هم غځېدلی. په هانګ کانګ، سنګاپور او د امریکا په ځینو هوايي ډګرونو کې یې د مخنیوي لپاره روغتیايي تدابیر نیول شوي.
پوهانو بي بي سي ته ویلي، په دې مرموز ویروس په چین کې د اخته کسانو شمېر تر هغه څه ډېر زیات دی چې چین اعلان کړی.
تر اوسه د تایید شویو شمېرو له مخې ۴۱ کسان پرې اخته شوي، خو برتانوي کارپوهان وايي، رښتینې شمېره ښايي شاوخوا ۱۷۰۰ کسان وي.
په تېره ډیسمبر میاشت کې دوه کسان د چین په وهان ښار کې پرې اخته شول.
پروفیسر نیل فرګوسن ددغه ویروس د خپرېدو په اړه وايي: "د تېرې اونۍ پرتله زما اندېښنه بیخي ډېره شوې ده."
په دغه ویروس د اخته کېدو او د خپرېدو د خطر په اړه څېړنه په اېم ار اېس مرکز کې ترسره شوې ده. دا مرکز د برتانیا دولت او د روغتیا نړیوال سازمان ته په روغتیايي برخه کې مشورې ورکوي.
اوس په هانګ کانګ او سنګاپور کې هغه مسافر معاینه کېږي چې د چین له وهان ښاره ورځي او په هوايي ډګرونو کې روغتیايي ډلې ګومارل شوې چې د دغه ویروس د خپرېدو مخه ونیسي.
پروفیسر فرګوسن وايي: "تر اوسه به وختي وي چې عمومي خبرداری خپور شي، خو موږ د تېرې اونۍ پرتله اوس ډېر اندېښمن شوي یو."
چینايي چارواکو ویلي، تراوسه یې داسې کومه نوې پېښه نه ده منلې چې ګني له یوه کس دې بل ته دا ویروس لېږدېدلی وي.
خو پروفیسر فرګوسن وايي، له یوه انسان نه بل ته د دغه ویروس د لېږدېدو احتمال ډېر په نظر کې نیول شوی دی.
د طبي څېړنو (وېلکم) مرکز مشر جیریمي فارار ویلي: "ددغې وبا په اړه لاهم ډېر شیان نه دي کشف شوي."
دا څه ډول ویروس دی؟
په ویروس د اخته کسانو ازموینې شوې دي. طبي چارواکي او د روغتیا سازمان دې پایلې ته رسېدلي چې دا "کورونا" ډوله ویروس دی.
کورونا ویروسونه د لویو ویروسونو له ډلې دي، خو یوازې شپږ یې تر اوسه پېژندل شوي دي، چې له دغه چینايي ویروس سره یې شمېر اوو ته رسېږي.
په دغه ویروس اخته کسان تبه او زکام لري، د تنفس سیستم یې ګډوډېږي.
دا ویروس تر ډېره "سارس" ویروس ته ورته والی لري چې له ۲۰۰۲ کال راهیسې له ټول ټال ۸۰۹۸ اخته کسانو ۷۷۴ یې وژلي دي.