امریکا مېندوارو ښځو ته ویزه سخته کړه

د عکس سرچینه، Getty Images
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د نویو مقرراتو په اساس هغه مېندوارې میرمنې امریکا ته سفر نشي کولی چې غواړي هلته ماشوم وزیږوي.
د دې قانون په بنسټ هغه مېندوارې چې د ګرځندوی ویزې غوښتنه کوي اړې دي ثابته کړي امریکايي خاوره کې د بچي زېږولو پر ځای دغه هېواد ته د تلو بل ځانګړی دلیل ولري.
نږدې ټول هغه ماشومان چې امریکا کې نړۍ ته راځي په اتوماتیک ډول د دغه هېواد وګړي کېږي، خو ډونلډ ټرمپ پر دغه قانون نیوکې کوي.
د نوموړي اداره وايي، د سفر نوې پالیسي د امریکا د ملي امنیت او عامې روغتیا لپاره مهمه ده.
ولسمشر له پخوا هڅه کوي چې امریکا ته کډوالي محدوده کړي او هم یې د اساسي قانون پر هغه برخه نیوکه کړې چې امریکا کې زېږېدلیو ته وګړتوب ور کوي.
نوی قانون څه وايي؟

د عکس سرچینه، Getty Images
امریکا کې نوی قانون د هغو ګرځندویانو لپاره دي چې د بي ویزې غوښتنه کوي او دا ویزه د کډوالو لپاره نه ده.
دوی سلاکارو چارواکو ته دا واک ور کوي چې هغو کسانو ته ویزه ور نه کړي چې امریکا ته د تګ اصلي موخه یې بچي زېږول وي.
سپینې ماڼۍ د نوي قانون هرکلی کړی دی.
د ولسمسر د رسنیو منشي سټیفني ګرېشم وايي، د زېږون ګرځندوی په روغتیايي سرچینو بوج کېږي او د جرمي فعالیتونو د زیاتېدو ګواښ ور سره دی.








