تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
څنګه پر بې خوبۍ او ذهني ناکرارۍ برلاسي شو
خوب د انسان د بدن لپاره تر ټولو مهم او ښه پياوړی کوونکی دی. بې خوبي یا کم خوبي د انسان پر کار او اړیکو منفي اغېز کولی شي.
د خوب د ښوونځي بنسټګر او د خوب متخصص ډاکټر ګای مېدوز له ډېرو لوبغاړو سره یې د بې خوبۍ په مبارزه کې مرسته کړې.
نوموړی په دې باور دی، چې د کم خوبۍ نه جوړو شویو ستونزو سره د مقابلې پرځای د اصلي ستونزې درملنې ته مخه کولی شو چې ډېرې ګټور تمامېدای شي.
نوموړی وایي: "کېدای شي دا طریقې د بې خوبۍ پروړاندې پياوړې نه وي، خو ک د ژوند په هره برخه کې ذهني ناکرارۍ (اضطراب) لرې کولی شي."
ولې خوب دومره اړین دی؟
ډاکټر مېدوز وايي: "شک نشته چې خوب د روغتیا تر ټولو پیاوړې او طبیعي طریقه ده. که غواړو چې ذهن مو ښه کار وکړي، باید خوب وکړو. پوره خوب په ژوند کې زموږ پام او تمرکز لوړوي او د دې لامل کیږي چې ښه حافظه ولرو او نوښتګر اوسو."
خوب همدا راز د وزن کنټرولو په برخه کې د اشتیا د هورمونونو له مدیریت سره هم مرسته کوي. ویلای شو چې خوب په حقیقت کې زموږ د بدن پر روغتیا او اږد مهاله او لنډمهاله کړو وړو اغېز لري.
پر دې پوهېدل چې خوب ته اړتیا لرو پخپله د بې خوبۍ لامل کېدلی او پر وخت ویده کېدل اغېزمنولی شی.
یو شمېر لوبغاړي له مهمو سیالیو وړاندې دې ته اندېښمن وي چې کم خوبي په لوبو کې د دوی پر فعالیت اغېز وکړي او دوی ښې لاسته راوړنې ونه لري.
د خوب پروخت، کله چې موږ ته دغه ډول اندېښنه پيدا شي، کېدای شي ښه خوب ونه کړای شو او د راتلونکې ورځې په اړه اندېښنه ولرو، له دې سره ماغزه د اندېښنو او بې خوبۍ ترمنځ تړاو رامنځ ته کوي.
له یوې مهمې سپورټي سیالۍ یوه شپه وړاندې، ډېری لوبغاړي حساس او وارخطا کیږي. دوی داسې احساس کوي لکه لوبې ته چې دننه شوي وي، حال دا چې یوازینی کار چې دوی یې باید وکړي، خپل سر پر بالښت کېږدي او ویده شي.
د ژمنې او منلو په بنسټ درملنه څه ډول ده ؟
د ژمنې او منلو په بنسټ درملنه (ACT) چې پکې د انسان او د بې خوبۍ ترمنځ د اړیکې د بدلون څرنګوالی او له دې ستونزې رامنځ ته شوو نښو ته پکې کتنه کیږي.
ډاکټر مېدوز په دې طریقه کې هغه کسان- چې د بې خوبۍ ستونزه لري - هڅوي چې د منفي فکرونو او بې خوبۍ هرکلی وکړي. هغه وايي: "له دې ستونزو سره لوبې لامل کیږي چې تاسې واک په خپل لاس کې واخلئ او په هرکلي یې کوای شئ اندېښنې او ویره بې وسلې کړئ.
په دې طریقه به د خوب بسترې ته په تلو تاسې داسې احساس نه کوئ چې جګړه کې ښکېل شوي یاست."
د اې سي ټي طریقې سره به تاسې بې خوبي او منفي فکرونه په داسې یو څه بدل کړئ چې ډاروونکي نه وي. په پایله کې داسې حالت رامنځ ته کیږي چې تاسې په اسانۍ ویده شئ.
د ذهني ناکرارۍ او ښه خوب د مدیریت لپاره د ډاکټر مېدوز سپارښتنې:
- د شپنیو فکرونو په اړه خپل نظر بدل کړئ
د دې فکر پرځای چې نن شپه خوب نه راځي، پرځای یې د دې فکر بدلولو هڅه وکړئ داسې چې ذهن مې راته وايي چې نن شپه خوب نه راځي او په دې اړه مې څه له لاسه هم نه کیږي.
له دې سره تاسې له دې فکر سره په جګړه کې نه یاست او له بهر نه دې ستونزې ته پام کوئ.
دا په دې معنی نه ده چې فکرونه کم وګڼئ یا یې له پامه ورغورځوئ، بلکې د دې پرځای چې فکرونو کې ډوب شو، په واک کې د خپلو فکرونو اخیستل دي.
- بې پروا اوسئ
د طریقه تاسې بې پروايي ته هڅوي - دا پر ویرې د برلاسېدو ښه لار ده - که داسې فکرونه ډېر وي چې تاسې ځوروي او د ذهني نارکرارۍ لامل کیږي، هڅه وکړئ د ذهن دې جنجالي برخې ته یو جالب نوم وټاکئ. د ډاکټر مېدوز ځینو مراجعینو دې ته "د مرګ ستوری" نوم ټاکلی.
- ويښ پاتېدو ته لېوالتیا
ډاکټر مېدوز وايي: "یو لوی لامل چې خلک د شپې بې خوبه کیږي دا دی چې دوی هڅه کوي ویده شي:
دی هڅه کوي چې ويښ پاتېدو ته د خلکو لېوالتیا ډېره کړي: "که خلکو ته ور زده کړئ چې ويښ پاتې کېدا ستونزه نه لري، داسې ذهني او جسمي فضا رامنځته کیږي چې خوب راشي."
- د بې خوبۍ په اړه خپل ارامښت وساتئ
په داسې حال کې چې د منفي فکرونو هرکلی زده کوئ، خپل ارامښت هم وساتئ. ډاکټر مېدوز بې خوبي له توپاني سمندر سره ورته بولي: "په دې فکرونو کې ډوبېدل د سمندر له څپو سره مخامخېدل دي. کوای شئ داسې وانګېرئ چې د سمندر غاړې ته ارام ناست یاست چې د توپان ننداره کولی شئ. مهمه دا وړتیا او لیدلوری درلودل دي چې توپان ته پام وکړو خو ورته وارخطا نه شو."
- خپلو احساساتو ته یوه بڼه غوره کړئ
کېدای شي د شپې ناوخته له بېلابېلو احساساتو سره مخ شئ، لکه د ویرې، ګناه، غوسه یا د شرم احساس ولرئ.
هڅه وکړئ وپوهېږئ چې هر احساس ستاسې د بدن په کوم ځای کې دی. مثلا که په خپله معده کې ناکراري حس کوئ، یوه بڼه ورته غوره کړئ لکه د اور یو بال یا یخه مرمۍ.
دا په دې معنا ده چې تاسې له داسې یوه څه سره جوړېږئ چې ناکراروي مو.
دا د امېګدال په نوم د مغزو له هغې برخې سره مرسته کوي چې د احساساتو په پېژندولو او د درد په کنټرولو کې مهمه ونډه لري.
ځکه مغز دا مومي چې دغه احساس د بدن لپاره ګواښ نه دی.