'بې خوبي او ژر مړینه هېڅ تړاو نه لري'

هغو کسانو ته یو زیری دی، چې خوب نه ورځي. زیری دا دی، چې بې خوبي او مرګ ښايي اړیکه نه سره لري. د ساینسي مجلې ساینس ډایرکټ رپوټ کې ویل شوی ژر مړینه او بې خوبي هېڅ تړاو نه لري.

دغه رپوټ ښايي هغو خلکو ته د خوښۍ وړ شي، چې د شپې تر ناوخته خوب نه ورځي. ساینسپوهانو د ۱۷ داسې څېړنو مطالعه کړې، چې د ۳۷ میلیونو انسانانو ورځنی ژوند پکې ارزول شوی دی.

دغه څېړنه د برتانیا د عامې روغتیا ادارې این ایچ ایس د ادعا برعکس ده، چې وايي بې خوبي د چاغښت، زړه ناروغیو او شکرې سبب کېدای شي او ورسره ژر مړینه هم ممکنه ده.

'زه خپله ورځ پر څو برخو وېشم'

نوید خان چې د یوه ښوونځي کارکونکی دی وايي، دې دغې موضوع ته له بلې زاویې ګوري. د هغه په وینا شپه کې یوازې څلور ساعته خوب کوي:

''روانه اونۍ کې مې یوه کرۍ شپه بې خوبه تېره کړه. بله ورځ اندېښمن وم، چې ورځ به څنګه تېرېږي، خو څو ساعته په ښوونځي کې بوخت وم، وروسته مې فکر کاوه، چې که د تفریح تر مهاله وخت تېر شي، نو بیا به د ډوډۍ تر مهاله لږ کار پاتې شي او ورځ به تېره شي. زه خپله ورځ دغسې په بېلا بېلو برخو وېشم. ''

د اټکل له مخې ویل کېږي، چې ۳۰ سلنه برتانویان د بې خوبۍ ښکار دي. د بې خوبۍ ستونزه اسانه هم نه ده، خو ویل کېږي چې له ورزش او د کیفین له لږ استعمال سره دغه ستونزه حل کېدای شي.

چې خوب مې پوره نه وي نو...

این ایچ ایس مسوولین ماخوستن مهال ډېر خواړه یا شراب هم د بې خوبۍ لاملونه بولي. دوی هره شپه په ټاکلي وخت د ویده کېدلو مشوره هم ورکوي.

۲۹ کلنه المرا ابګیرین بیا وايي که خوب مې پوره نه وي، هیله کوم څوک مې خواته رانه شي، ځکه دومره ستړې یم، چې بیا د بې خوبۍ له کبله نورو ته غوسه کېږم.

نوموړې هغه شپه تر ټولو ښه بولي، چې شپږ ساعته خوب پکې وکړي، خو په وینا یې د ذهني فشار له کبله دغسې شپه کې هم څو ځله وېښه شي او له دې کبله یې پر ژوند منفي اغېز کېږي.

له هغې پوښتنه وشوه، چې د بې خوبۍ له کبله هغو اغېزو ته اندېښمنه ده، چې په اوږده مهال کې یې پر ژوند کېږي، نو په ځواب کې وویل، 'هیله منه یم دغه بې خوبي به ډېر دوام و نه کړي.

الماره او ځینې نور کسان چې پر بې خوبۍ اخته دي وايي، نه پوهېږي چې د شپې ویده کېدل څنګه وي.

نه پوهېږم د شپې ویده کېدل څنګه یې؟

۲۳ کلن موسیقار راین اشلې وايي، یو یا دوه ساعته ویده کېږي او بیا راکښیني:

'زه ګومان کوم اوس همداسې عادت شوی یم '

هغه زیاتوي:

''له مور سره مې په دې اړه غږېدم، هغه خواشینې شوه، ما ورته ویل مه خواشینې کېږه، ځکه دا ستونزه ټول عمر راسره ده او اوس داسې ګومان کوم عادت شوی یم. ښه به وای چې ټوله شپه مې خوب کولای، خو زه نه پوهېږم کرۍ شپه خوب څنګه کېږي ' '

راین هم له دې کبله اندېښمن نه دی، چې د بې خوبۍ له کبله یې عمر لنډیږي.