تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
'نیمګړی خوب د شخړې سبب کېدای شي'
د روتردام اسکول اف منجمنټ څېړونکي وايي، د یوې شپې نیمګړی خوب هم په دفتر کې د شخړې یا نامناسب چلند لامل کېدای شي.
دغه رپوټ چې دا وروستیو کې خپور شوی، ښيي چې بې خوبي د ملیاردونو روپیو د زیان لامل کېږي.
د څېړنې له مخې هغه کسان چې خوب یې بشپړ شوی نه وي، دفترونو کې ژر ستړي کېږي او له همدې کبله کله نا کله په غیر ارادي توګه داسې څه کوي، چې ' اړتیا ورته نه وي. '
رپوټ کې دغه راز ویل شوي، چې د خوب لږوالي له کبله انسانانو کې د ارادې قوت لږ شي او ژر یې د صبر کاسه نسکوریږي.
د هالنډ ایراسمس پوهنتون روتردام سکول اف منجمنټ څېړونکې، لاورا جیورج وايي، دفترونو کې د ناسم چلند لامل هغه خپل چاروکې رویه ده، چې د ارادې قوت لږوالي له کبله ډېره شي.
له همدې کبله ځینې خلک دفترونو کې له همکارانو سره له سپکاوي ډک چلند کوي او دغه راز دفترونو کې د غلا کولو احتمال هم ډېر شي.
د لاورا جیورج په خبره له دې معلومېږي، چې د خوب لږوالي له کبله دغسې رویه د یوه کس طبیعت کې شامله نه وي ' او کیدای شي د یوه کس رویه هره ورځ بدلون مومي '
رپوټ دغه راز وايي، هغه کسان چې خوب یې لږ وي، دفترونو کې له ناکامۍ هم ډارېږي او له دې کبله یې ستونزې ډېرېږي.
له دې مخکې هم داسې رپوټونه خپاره شوي، چې ګواکې هغه کسان چې لږ خوب کوي، د سمې پرېکړې کولو وړتیا لږ شي.