فیسبوک د چین له ولسمشر بښنه وغوښته

فیسبوک د چین له ولسمشر شي جین پینګ په دې بښنه وغوښته چې له برمايي ژبې یې انګریزي ته د نوموړي نوم ناسم ژباړلی، چې سپکوونکې مانا یې لرله.

برما یا میانمار ته د ښاغلي شي جن پینګ د سفر په دویمه ورځ دې ناسمې ژباړې ته د خلکو پام واوښت.

د شنبې په ورځ ښاغلي شي د دوه اړخیزو اړیکو د پیاوړتیا لپاره د میانمار له مشرې انګ سان سوچي سره ولیدل.

د برمایي ژبې فیسبوک تبصرو کې چې د دوی د لیدنې په هکله وې د ښاغلي شي نوم په انګریزي ژبه تېروتنې سره لیکلی و چې سپکوونکې مانا یې درلوده.

د مېرمن سوچي او د هغې د دفتر په رسمي فیسبوک کې د هغه نوم د شي په ځای شیتول ښکاريده.

فیسبوک د شنبې په ورځ یوه بیان کې ویلي، د تخنیکي ستونزې له امله دا پېښ شوي دي.

د فیسبوک یو ویاند انډې سټون وايي: موږ هغه تخنیکي ستونزه اواره کړه چې فیسبوک کې یې انګریزي ته له برمايي ژبې نوم ناسم ژباړه. دا به بیا پېښ نه شي موږ یې د نه پېښېدو لپاره ګامونه پورته کوو.

فیسبوک وايي، د ښاغلي شي نوم یې هغه ډیټابېس کې نه و اچولې چې له برمايي ژبې انګریزي ته ژباړه کوي.

برمايي د میانمار رسمي ژبه ده او د دې هیواد له دریو دوه برخې وګړي پرې غږېږي.