تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د سلطان قابوس مړینه؛ هیثم بن طارق د عمان نوی پاچا ټاکل شوی
د عمان د دولتي رپوټ پر بنسټ د دغه هېواد د پاچا سلطان قابوس له مړینې وروسته د پاچا د تره زوی هیثم بن طارق د نوموړي ځایناستی ټاکل شوی دی.
د سلطان قابون د مړینې د رپوټ له خپرولو سره د دې هېواد دولتي ټلویزیوني شبکې خپلې عادي خپرونې درولې وې.
له څو کلونو راهیسې نوموړی د کولمو د سرطلان له امله کړېده. هغه ۷۹ کلن و او له خپل پلار وروسته نیمه پېړۍ د خپل هېواد مشر و.
د رپوټ له مخې نوموړی د جمعې پر شپه مړ شوی او پر مړینه یې په عمان کې درې ورځې ماتم اعلان شوی دی.
هغه نن د دې هېواد پلازمېنه مسقط کې د خپلې کورنۍ هدیره کې خاورو ته سپارل کېږي. سلطان قابوس اولاد نه درلود او له همدې امله یې ولیعهد هم د ژوند پرمهال نه و ټاکلی.
د عمان د قوانینو پر بنسټ، د دې هېواد د سلطنتي کورنۍ ۵۰ کسیزه شورا به تر دریو ورځو د دې هېواد لپاره نوی پاچا اعلانوي.
که په دې موده کې دغه پلاوی د یوه کس په ټاکلو ونه توانېږي، د دې هېواد قاضي القضات، د عمان نظامي شورا، مشورتي شورا او د دولت يو پلاوی به په ګډه د سلطان قابوس سربند لیک خلاص کړي او له هغو دریو کسانو به یو وټاکي چې په لیک کې نوموړي د خپلې څوکۍ لپاره نومولي او دغه کسان پخپله هم نه پوهېږي چې نومونه یې په لیک کې شته.
وړاندوینه داوه چې د هغه ځایناستی د دریو وروڼو له ډلې یو کېدای شي چې د سلطان قابوس د تره زامن دي؛ د کلتور او کلتوري میراثونو وزیر هیثم بن طارق ال سعید، د لومړي وزیر مرستیال اسد بن طارق ال سعید او د بحري ځواکونو پخوانی قومندان او د سلطان قابوس ستر سلاکار شهاب الدین ال سعید.
خو د رپوټونو له مخې د شاهي کورنۍ شورا هیثم بن طارق ددې هېواد لپاره واکمن ټاکلی دی.
د عمان د حکومتي جوړښت په بنسټ پاچا هرکاره دی؛ د هېواد اول کس، د ځواکونو اعلی سرقومندان، لومړی وزیر، د دفاع وزیر، د بهرنیو چارو او د مالیې وزیر.
د سیمې تر ټولو پخوانی واکمن
سلطان قابوس په ۱۳۴۹ (۱۹۷۰) کې خپل پلار د کودتا له لارې او له وینې توېیدنې پرته له واکه لرې کړ او د پاچاهۍ څوکۍ یې ولکه کړه. له کودتا وروسته یې خپل پلار تبعید کړ.
نوموړی د واک په لومړیو کلونو کې د برتانوي ځانګړو ځواکونو په مرسته وتوانېد په سویلي ظفار ایالت کې هغه قبایلي یاغیان کابو کړي، چې د یمن مارکسیسټ دیموکراتیک جمهوریت ملاتړ ورسره و.
نوموړي خپل هېواد چې په پیل کې له نورې نړۍ منزوي شوی و، د اقتصادي پرمختګ پر لور روان کړ او د نفتي سرچینو په کارولو یې د خپل هېواد اقتصاد پیاوړی کړ او ښوونځي، بندرونه او کورونه یې جوړ کړل.
نوموړی پخپله هم شتمن و او د لوېدیځو ورځپاڼو په وینا، د نړۍ د لسو شتمنو پاچایانو له ډلې و.
سلطان قابوس د عربي پاچاهانو ترمنځ تر ټولو پخوانی واکمن و او په ورته وخت کې د خپلو هېوادوالو ترمنځ منل شوې څېره هم وه.