تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
فوټبال نړیوال جام غوراوي سیالۍ: عمان له افغانستانه لوبه وګټله
د فوټبال نړیوال جام سیالیو لپاره د غوراوي پړاو کې عمان افغان فوټبال لوبډلې ته د صفر مقابل کې په دریو ګولونو ماتې ورکړه. دغه سیالي د عمان پلازمېنې مسقط په السیب الشهر لوبغالي وشوه، چې د افغانستان له لوري پکې اویس عزیزي، نجیم حیدري، اسلام امیري، حسن امین، ذوالفقار نظري، فیصل ښایسته، آدام نجم، فرشاد نور، نورحسین، زبیر امیري او مصطفی ازاد زوی برخه درلوده.
افغان لوبډلې په لومړیو کې دفاعي لوبه کوله، خو عمان لوبډلې د لوبې لومړۍ نیمايي په ۲۷ او ۳۸ مه دقیقه کې بریا تر لاسه کړه. د دویمې نیمايي په ۶۰ دقیقه کې عمان لوبډلې د پینالټي له پلوه دریم ګول وکړ او دغه لوبه د عمان په ګټه پای ته ورسېده.
افغان لوبډلې داسې حال کې دغه لوبه بایلوده چې درې لوبغاړي، جابرشرزه، امید پوپلزی او شریف محمد یې د ټپي کېدو له کبله د نن لوبه کې ملګري نه وو.
دا د اسیايي هېوادونو په (اي) ډله کې د افغانستان درېیمه او د عمان دویمه لوبه وه. افغانستان په خپلو دوو مخکینیو سیالیو کې د قطر پر وړاندې ماتې تجربه کړې او پر بنګله دېش یې بری تر لاسه کړی دی.
په دې ډله کې تر اوسه د اوو پواینټونو له درلودلو سره قطر لومړی، عمان له شپږو پواینټونو سره دویم، افغانستان له دریو پواینټونو سره دریم، هند له یوه پواینټ سره څلورم او بنګله دېش هم له یوه پواینټ سره وروستی ځای لري.