داسې عادتونه چې تر یوې لسیزې مو له خطرناکو ناروغیو ساتلای شي

د عکس سرچینه، Getty Images
په یوه نوې څېړنه کې ویل شوي که په مناسب انداز ژوند وشي، نو ښځې ۱۰ کاله او نارینه تر اووه کاله پورې اضافي ژوند ځان د سرطان، زړه ناروغیو او شکرې له دویم ډوله ناروغیو ژغورلای شي.
څېړنه وايي، د دې لپاره باید ورزش په خپل معمول کې شامل شي، په څښاک کې اعتدال وشي، وزن مناسب وساتل شي او د تمباکو له استعماله ډډه وشي.
امریکايي څېړونکو د دې لپاره تر ۲۰ کلونو پورې د ۱۱۰ زره کسانو د ژوند څرنګوالی او روغتیا څارلي دي.
په بوسټن کې د هارورډ پوهنتون عامې روغتیا څانګې پروفیسر ډاکټر فرنک هو، چې د دغې څېړونکې ډلې مشر دی وايي:
''څېړنې خلکو ته مثبت پیغام درلود. د دوی ژوند نه یوازې یو څو کاله اوږدیږېدای شي، بلکې په مناسب انداز د ژوند له تېرولو سره یې د ژوند دغه کلونه 'له ښې روغتیا سره ' ښه تېريږي. ''

د عکس سرچینه، Getty Images
هغه ښځې چې وايي، له توصیه شویو پنځو کټګوریو یې څلور پوره کړې وايي، په اوسط ډول یې ۳۴ کاله له سرطان، زړه ناروغیو (لکه د زړه دریدل یا سکته) او شکرې له دویم ډول پرته ژوند کړی، چې د هغو ښځو پرتله لس کاله زیاتوالي ښيي چې دغه شرایط یې نه دي پوره کړي.
د روغو نارینه وو لپاره دا اوسط ۳۱ کاله وو چې د ناروغو نارینه وو پرتله اووه کاله احتمالي زیاتوالی ښي.
ولې د ښځو او نارینه وو تر منځ توپیر؟
دا ښايي ځکه وي، چې ویل کېږي په اوسط ډول تر نارینه وو د ښځو عمر ډېر وي. سرطان، د زړه اړوند ناروغۍ او د شکرې دویم ډول هغه ناروغۍ دي چې معمولاً له پاخه عمر سره تړاو ورکول کېږي او دغه راز د انسانانو ژوند تېرولو په څرنګوالي پورې هم نژدې تړاو لري.
د بېلګې په توګه چاغښت یا له کچې زیات وزن ته د سرطان له ۱۳ ډولونو سره تړاو ورکول کېږي، چې د مثانې، تیونو، پښتورګو، سږي او د خوراک غاړې له سرطانونو سره تړاو ورکول کېږي.
برتانیا کې د سرطانونو په تړاو څېړنیزه اداره کینسر ریسرچ یو کي مسوولین وايي، که خلک د ژوند تېرولو په انداز کې بدلون راولي، ناپروسس شوې غوښې خوراک کم کړي، په خوړو کې د فایبر کاروول ډېر کړي او له مخامخ لمره د بدن پوټکی وساتي، له۱۰ د څلور ډوله سرطانونو مخه نیول کېدای شي.

د عکس سرچینه، Getty Images
دا یوه خورا پراخه مشاهداتي څېړنه وه، ځکه یې له مخې نه شي ویل کېدای چې د ژوند تېرولو همدا انداز د بې ناروغۍ اضافي ژوند مستقیم لامل دی.
په دې کې هڅه شوې، چې د کورنۍ طبي شالید، توکمیز تړاو او عمر په څېر عنصرونه هم په پام کې ونیول شي.
په څېړنه کې د خلکو د خوړو، ونې، ورزش او وزن په هکله هغه معلومات شامل دي چې خلکو ورکړي او دا تل کره نه شي بلل کېدای.
د څېړنې برخه والو لوی اکثریت ( ۷۳ زره ښځې او ۳۸ زره نارینه) سپین پوټکي روغتیا پالان وو.








