دویمه نړیواله جګړه چا پیل کړه؟ د روسیې او پولنډ ناندرۍ

د عکس سرچینه، Getty Images
د دویمې نړیوالې جګړې د پیلېدو د لاملونو په اړه د روسیې او اروپایي هېوادونو ترمنځ لفظي ناندرۍ لا پسې زور اخیستی، او اوس یو یوه جګپوړي روسي چارواکي پولنډ کې د امریکا پر سفیرې سختې نیوکې کړې دي.
سفیرې جورجېټ موسباکر د دوشنبې پر ورځې پر خپله ټوېټر پاڼه د روسیې ولسمشر ولادمیر پوتین ته په خطاب کې لیکلي وو، هېټلر او سټالېن په ګډه مشوره دویمه نړیواله جګړه پیل کړه.
خو د روسیې د پارلمان رئیس ویاچېسلاف ولودېن دا څرګندونې روسانو ته او امریکایانو ته سپکاوی دی.
ولسمشر پوتین هم تور لګوي چې پولنډ او اروپایي اتحادیان یې تاریخ بدلولو هڅه کوي.
نوموړي د دسمبر پر ۱۹مه نېټه ویلي وو، دا انصاف نه دی چې سټالېن دې هم د هېټلر په څېر د دویمې نړیوالې جګړې په پیلولو تورن شي.
هغه زیاته کړې وه چې د روسیې له ارشیفه یې په دې تړاو تاریخي اسناد ور غوښتي او ډېر ژر به پر دې موضوع یوه مقاله هم ولیکي او اصل تاریخ به په سمه توګه بیان کړي.

د عکس سرچینه، Getty Images
ولسمشر پوتین استدلال کوي چې په ۱۳۳۸ کال کې پولنډ او اروپایي هېوادونو هټلر ته اجازه ورکړې وه چې پر چک سلوواکیې قبضه وکړي، او په دې کار یې هغه نور تېري ته هڅولی و.
د ۱۹۳۹ کال د اګست میاشتې پر ۲۳مه نېټه جرمني او روسیې د بهرنیو چارو وزیرانو یو تړون لاسلیک کړ او ژمنه یې وکړه چې پر بل به تېری نه کوي.
خو له دې هوکړې یوازې یوه اوونۍ وروسته نازیانو پر پولنډ قبضه وکړه، او دې پېښې نړۍ حیرانه کړه.
په دې تړون کې یوه پټه ماده هم وه، چې له مخې یې هټلر او سټالېن په ختیځه اروپا کې د خپل نفوس سیمې سره وېشلې وې.
د دې وېش له مخې پلان دا و چې پر پولنډ قبضه وشي او بیا ووېشل شي.
د دوشنبې پر ورځ پولنډ کې د امریکا سفیرې هم پر خپله ټوېټر پاڼه لیکلي وو چې پولنډ د دغو دوه دېکتاتورانو، یعنی د هټلر او د سټالېن د کړنو قرباني و.
خو د روسیې د پارلمان رئیس ښاغلی ولودېن، چې ولسمشر پوتین ته نژدې کس بلل کېږي، د امریکایي سفیرې ادعا رد کړه.
نوموړي ویلي، امریکا مخکې له دې چې یو کس بل هېواد کې سفیر وټاکي، لومړی باید دا ډاډ ترلاسه کړي چې دا کس د هغه هېواد پر تاریخ خبر دی.

د عکس سرچینه، AFP
په دې وروستیو کې ولسمشر ولادمیر پوتین د شوروي د مهال سمبولونو یو ځل بیا را ژوندي کړي دي. په ۲۰۲۰ کال کې به د نازي جرمني پر ضد د نړیوالو اتحادیانو د بري ۷۵مه کلیزه هم لمانځل کېږي.
وروسته له هغه چې نازي جرمني په ۱۹۴۱ کال کې پر شوروي اتحاد قبضه وکړه، شورویانو پر خلکو غږ وکړ چې د وطنپالنې په لویه جګړه کې برخه واخلي.
ویل کېږي چې د نازیانو پر ضد جګړه کې تر ۲۰ میلیونو ډېر شورویان ووژل شول.
پخپله د ولسمشر ولادمیر پوتین پلار هم د سټالېن د استخباراتي پولیسو افسر و او په ۱۹۴۲ کال کې د نازیانو پر ضد جګړه کې سخت ټپي شوی و.









