ټرمپ ایران ته: لویه بیه به پرې کړئ، دا ګواښ دی خبرداری نه دی

امریکايي پوځیان

د عکس سرچینه، REUTERS

د عراق پلازمېنه بغداد کې د امریکا سفارت پر ودانۍ د قهرېدلو احتجاجیانو برید ته غبرګون کې د امریکا متحدو ایالتونو ولسمشر ډونلډ ټرمپ ویلي، 'د دې برید تر شا د ایران لاس دی'، ایران دا 'بابیزه' تور بللی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر سیمې ته د خپلو ګټو او بنسټونو د خوندیتوب لپاره د ۷۵۰ امریکايي سرتېرو د استولو اعلان کړی.

د عراق پلازمېنه بغداد کې هغو احتجاج کوونکو چې پر ایراني ملاتړ لرونکې ملېشې یې د امریکا بمبارۍ پر ضد احتجاج کاوه، د امریکا پر سفارت ودانۍ برید کړی.

امریکايي پوځیانو د هغو مظاهره کوونکو شړلو لپاره اوښکې بهوونکی ګاز وکارواه چې د سفارت ودانۍ بهرنی دیوال یې مات کړی و. د امریکا سفارت د ښار په هغه برخه کې موقعیت لري چې ګرین زون بلل کېږي او سخته څارنه یې کېږي.

د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونلډ ټرمپ پر ایران د دغه برید 'همغږي ' کولو تور پورې کړی او په وینا یې 'په بشپړ ډول به یې مسئوولیت ورپر غاړه شي. '

د یکشنبې پر ورځ د عراق لوېدیځ کې د سوریې پولې ته څېرمه امریکايي الوتکو د کتایب حزب الله ملېشې پر مرکزونو بمبارۍ کې ۲۵ وسله وال وژلي وو.

عراق

د عکس سرچینه، Reuters

امریکایانو ویلي و، دغه بمبارۍ په کرکوک ښار کې جمعې پر ورځ پر یوه عراقي پوځي مرکز برید ته غبرګون و، چې پکې یو امریکايي قراردادي وژل شوی و.

عراقي لومړي وزیر عادل عبدالمهدي دا برید پر خپله خاوره د ملي حاکمیت ضد بللی و او د کتایب حزب الله مشر ابو مهدي المهندس خبرداری ورکړی، چې ''عراق کې به یې امریکايي ځواکونو ته د دغه برید غبرګون خورا سخت وي. ''

د متحدو ایالتونو ولسمشر ټرمپ په یوه ټویټر پیغام کې لیکلي:

''ایران یو امریکایی قراردادي وواژه او یو شمېر نور یې ټپیان کړل. موږ کلک ځواب ورکړ او تل به یې ورکړو. اوس په بغداد کې پر امریکايي سفارت د برید تر شا د ایرانیانو لاس دی، دوی به په بشپړه توګه مسئول ثابت کړل شي، موږ هیله من یو چې عراق به د خپلو پوځیانو له لارې د سفارت ساتنه وکړي. ''

دې Facebook پوسټ نه تېرشئ

منځپانګه نه شته

په Facebook کې نور وګورئ بي بي سي. بي بي‌ سي‌ د نورو ویبپاڼو د محتوا مسوله نه ده.

د ‍پوسټ Facebook پای

رپوټونه وایي چې پارېدلي احتجاجیان د سفارت بهرني امنیتي کمربند یا دېوال نه ور اوښتي دي او یو امنیتي برج ته یې هم اور اچولی دی.

دغه احتجاجونه عراق کې د کتایب حزب الله په نامه د یوې وسله والې ډلې پر ضد د امریکا هوایي بمبار پر ضد کېږي. دا بریدونه چې عراق او سوریه کې د دې ډلې پر پنځو مرکزونو شوي، شاوخوا ۲۵ کسان پکې وژل شوي دي.

امریکا وايي، دې ډلې تېره جمعه د عراق کرکوک کې پر داعش ضد ټلوالې برید وکړ چې له امله یې امریکايي قراردي ووژل او څو امریکايي او عراقي سرتېري ټپیان شول.

عراق

د عکس سرچینه، Reuters

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو ټینګار کړی چې که ایران یا یې ملاتړې ډلې بیا پر امریکا او یا یې ملګرو برید وکړي نو سخت ځواب سره به مخ شي.

مایک پمپیو د اسراییل له لومړي وزیر او د ابوظبۍ له ولیعهد سره هم پر اړوند مسله غږېدلی دی.

بغداد

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، رپوټونه وایي، بغداد کې احتجاجیانو د امریکا د سفارت بهرنی امنیتي کمربند یا دېوال مات کړی

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وايي، مایک پمپیو د ملګریو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتېرش سره خبرو کې ویلي، امریکا "د ایران د مخنیوي لپاره" دا برید وکړ.

ایران عراق کې پر امریکايي ځواکونو په برید کې خپل لاس درلودل رد کړي او د دې برید ځواب کې د امریکا عملیات یې هم "ترهګریز" بللي دي.

د عراق غبرګون

اسپر

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، د امریکا دفاع وزیر دا برید بریالی بولي.

د عراق لومړي وزیر عادل عبدالمهدي، د امریکا دغه هوايي بریدونه غندلي چې د یوې ایران-ملاتړې عراقۍ ملېشې پینځه ویشت کسان پکې ووژل شول.

ښاغلي مهدي ویلي، د امریکا دغه ګام یې د هېواد له ملي واکمنۍ سرغړونه ده.

خو د عراق لومړي وزیر په ټینګار سره ویلي نه غواړي چې هېواد یې د کومې سیمه ییزې او یا نړیوالې شخړې لپاره د جګړې ډګر شي.

عادل عبد المهدي په یوه بیان کې د کتایب حزب الله ډلې پر مرکزونو د امریکا د هوايي ځوکونو بریدونه د عراق د ملي حاکمیت پرضد ګام بللی:

د نوموړي په خبره، دا برید له هغو اصولو جدي سرغړونه ده چې له مخې یې نړیوال ایتلاف رامنځته شوی دی.

"دا تیری چې د نړیوال ایتلاف له اصولو په ښکاره سرغړونه شوی عراق هڅوي چې خپل اړیکو او په سیاسي، امنیتي او حقوقي لحاظ د ګډ کار څرنګوالي ته بیا کتنه او د خپل حاکمیت ساتنه وکړي".

نوموړی وايي، له برید مخکې د امریکا دفاع وزیر ورته وویل چې د کتایب حزب الله پر مرکزونو څو ساعته وروسته برید کېږي:

"ما ورته وویل دا ډیر خطرناک کار دی او شخړه پراخوي. موږ باید د دا ډول مسلو په اړه سلا مشورې وکړو، ګډې څېړنې روانې دي او لا نه ده معلومه چې پر کې ون K One اډه برید چا کړی".

د عراق لومړي وزیر د وزیرانو شورا غونډې ته وویل دا یو اړخیز ګام دی او ښې پایلې به ونه لري.

ښاغلي المهدي وویل هغه اډه چې امریکايي ځواکونو پرې برید کړی د عراق دولتي سرتیري هم هلته میشت او د عراق دولتي ځواکونو ځینې وسلې چې څلور لوی توپونه هم پکې دي له منځه وړل شوي دي.

د امریکا دریځ

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو د منځني ختیځ له مخکښو مشرانو سره خبرو کې ویلي، د ایران او د هغه د ملاتړو ډلو هر ډول برید به له پرېکند ځواب سره مخ شي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د بیان له مخې، ښاغلي پمپیو د دوشنبې په ورځ د اسراییل له لومړي وزیر بنیامین نتن یاهو، د سعودي ولیعهد محمد بن سلمان او د ابوظبۍ له ولیعهد محمد بن زاید ال نهیان سره ټلېفوني خبرې کړې دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند مورګن اورتاګس وايي، ښاغلي پمپیو او محمد بن سلمان عراق او سوریه کې د کتایب حزب الله ډلې پر مرکزونو د امریکا پر پروني برید هم وغږېدل

کتایب حزب الله

عراق

د عکس سرچینه، Reuters

کتایب حزب الله شیعه وسلوال دي چې ایران یې ملاتړ کوي او پر ۲۰۰۷ کال جوړ شوي دي.

امریکا وايي، دا ډله د ایران قدس ځواکونو سره نږدې اړیکي لري او د ټلوالې یا ایتلافي ځواکونو پرضد د بریدونو لپاره یې له ایران څو ځلې مرستې او ملاتړ ترلاسه کړی دی.

د ډونلډ ټرمپ په مشرۍ د امریکا حکومت وايي، قدس ځواکونه په لبنان کې د حزب الله او فلسطین کې د اسلامي جهاد په ګډون منځني ختیځ کې له هغو ډلو سره د مالي ملاتړ، سمبالولو او روزلو بنسټیز رول لري چې امریکايي ترهګر بولي.