تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د ټرمپ استیضاح؛ جمهوریت پالو او دېموکراتانو سنا کې لانجه کړې
د امریکا په کانګرس کې جمهوریت پالو او دېموکراتو مشرانو د ولسمشر ډونلډ ټرمپ د استیضاح قضیې پر اصول لانجه کړې ده. دېموکراتانو د دې خبرې تضمین غواړي چې ولسمشر ټرمپ د عادلانه محاکمې لپاره باید شاهدانو او د اسنادو ښودلو ته اجازه ورکړل شي.
پر ښاغلي ټرمپ تور دی چې د پوځي مرستو په بدل کې یې پر اوکرایین فشار راوړی چې د ده سیاسي سیال جو بایډن پر ضد د فساد قضیه پرانیزي.
د دېموکراتانو یوه مهم مشر چک شومر ویلي، اوکرایین ته د مرستو په اړه یو مهم افشا شوي برېښنالیک وښودله چې په دې قضیه کې باید روڼوالی وي.
د جمهوریت پالو مشر مېت مېکانل ویلي، په دې محاکمه کې د شاهدانو د حاضرېدو شونتیا شته، خو ښکاره یې ونه ویل چې له خلکو به شاهدي اخیستل کېږي.
د امریکا د استازو جرګې تېره اونۍ ولسمشر ټرمپ له واکه د ناوړه ګټې اخیستلو او د کانګرس د کار مخنیوي په جرم استیضاح کړ.
دی د امریکا په تاریخ کې دریم ولسمشر دی چې د استازو جرګې لخوا استیضاح کېږي او اوس به په سنا کې محاکمه کېږي، خو د ولسمشر ټرمپ جمهوریت پال ګوند په سنا کې اکثریت لري او تمه نه کېږي چې دی به له واکه ليرې شي.
تمه کېږي چې په سنا کې به د ولسمشر ټرمپ محاکمه د کرسمس له رخصتیو وروسته راتلونکي کال جنورۍ کې پیل شي.
دېموکراتان غواړي چې په دې قضیه کې د دوی څلورو شاهدانو ته د شاهدۍ ورکولو اجازې ضمانت ورکړل شي.
دا څلور شاهدان د سپینې ماڼۍ اوسني او پخواني سلاکاران دي چې د دې قضیې او د اوکرایین له ولسمشر سره د ولسمشر ټرمپ تیلیفوني مکالمې په اړه مالومات لري.
ولسمشر ټرمپ پر ځان لګېدلي تورونه بیا بیا رد کړي دي او ادعا کوي چې دېموکراتانو د ده پر ضد دسیسه جوړه کړې ده.