د امریکا ولسي جرګې ولسمشر ټرمپ استیضاح کړ

د عکس سرچینه، Reuters
د امریکا ولسي جرګه کې له یوې ورځې سخت بحث وروسته د دغه هېواد ولسمشر استیضاح او له دې وروسته مشرانو جرګې ته د محاکمې لپاره استول کېږي.
ښاغلي ټرمپ له دوو تورونو سره مخ دی؛ واک ناوړه کارول او د ولسي جرګې چارې خنډنۍ کول.
ښاغلی ټرمپ چې دا مهال مشیګان کې د خپلو پلویانو په ټاکنغونډه کې وینا کوي لا یې هم غبرګون نه دی ښودلی.
په دا مهال سپینې ماڼۍ یوه بیان کې دا پرېکړه "د ولسي جرګې په تاریخ کې د تر ټولو شرموونکې شیبې اوج" بللی او غندلی دی.
ولسي جرګه د چارشنبې له غرمې وروسته د ولسمشر ټرمپ د استیضاح پر طرحه بحث کاوه او په ورته مهال د کانګرس مخ ته مظاهره روانه وه.
پر ولسمشر ټرمپ تور دی چې د سیاسي ګټو لپاره یې له بهرنیو هېوادونو مرسته غوښتې.
دیموکراتان وایي چې ولسمشر ټرمپ د پوځي مرستو په بدل کې د اوکراین له اوکراینه غوښتنه کړې وه چې د ده سیاسي سیال جو بایډن پر ضد د فساد قضیه پرانیځي.
ولسمشر ټرمپ دا تورونه ردوي او ټینګار کوي چې دیموکراتان د ده پر ضد دسیسې جوړوي او په دې توګه یې له واکه لېرې کول غواړي.

د عکس سرچینه، Getty Images
ولسمشر ټرمپ پر خپله ټوټېر پاڼه د استازو جرګې د اوسنۍ ناستې په اړه لیکلي چې ده هېڅ کومه ګناه نه ده کړې، خو سخت دریځه کیڼ اړخي یې بیا هم استیضاح کوي.
نوموړي لیکلي چې دا ډېره بده خبره ده او په راتلونکي کې باید امریکا له هېڅ کوم ولسمشر سره دا چلن ونشي.
ولسمشر ټرمپ تېره اوونۍ داسې اشاره هم کړې وه چې د امریکا ستره محکمه په دې قضیه کې مداخله کولی او د ده د استیضاح مخه نیولی شي.
خو قانون پوهان په دې نظر دي چې ستره محکمه په دې برخه کې د امریکا د کانګرس واک مني او ناشونې ښکاري چې دې موضوع کې دې مداخله وکړي.
دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته. له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایيکوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ
د پوسټ X پای
اوس له ولسي جرګې وروسته مشرانو جرګه کې ولسمشر محاکمه کېږي ،خو ویل کېږي له دندې د ګوښه کېدو لپاره یې ډیموکراټان د سنا له دریو دوه برخې رایې نه لري.
په دا مهال ډیموکراټ ګوند کې داسې ګنګوسې هم دي چې ولسي جرګه باید د ټرمپ د استیضاح مصوبه سملاسي مشرانو جرګې ته ونه لېږي.
د ولسي جرګې کمېټې وايي، لا هم په دې تړاو نورې پلټنې روانې دي.
دوی اندېښمن دي چې مشرانو جرګه کې به جمهوریپال د شاهدانو له بللو پرته چټکه محاکمه کې ښاغلي ټرمپ بري کړي.
د ولسمشر ډونلډ ټرمپ د استیضاح موضوع یوازې د کانګرس تر ودانۍ نه ده محدوده، بلکې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د امریکا په ګڼو ښارونو کې د نوموړي مخالفینو او ملاتړو لاریونه کړي دي.
د امریکا تاریخ کې دریمه استیضاح

د عکس سرچینه، Getty Images
ډونلډ ټرمپ به د امریکا په تاریخ کې یوازې دریم ولسمشر وي چې ولسي جرګه یې استیضاح کوي او دا پخپله د ده لپاره یو سمبولیک ګوزار دی.
له دې مخکې ولسمشر انډرو جانسن په ۱۹۷۴ او بېل کلېنټن په ۱۹۹۸ کال استیضاح سره مشرانو جرګه یا سنا کې محاکمه شول، خو له دندو ګوښه نه شول.
ریچارډ نېکسن د ۱۹۷۴ کال اګسټ کې واټرګېټ رسوايي په تړاو د استیضاح له رایې مخکې استعفا وکړه.









