ټرمپ د خپلې استیضاح په اړه له غوسې ډک لیک استولی

ټرمپ

د عکس سرچینه، AFP

د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د دغه هېواد د ولسي جرګې ډیموکراټې مشرې نانسي پلوسي ته غوسه ناک لیک کې خپله ژر پېښېدونکې استیضاح غندلې ده او مېرمن پلوسي یې امریکا کې "د ولسواکۍ ضد جګړې په اعلانولو" تورنه کړې ده.

هغه د سې شنبې په ورځ لېږلي لیک کې ویلي: "تاسو د دې سختې کلیمې یانې استیضاح اهمیت کم کړی دی".

ښاغلی ټرمپ د دې ادعا له امله چې د خپلو سیاسي ګټو لپاره یې د اوکراین پر حکومت فشار راوړی، له استیضاح سره مخ دی.

ټاکلې ده چې د چارشنبې په ورځ ولسي جرګه کې د نوموړي داستیضاح طرحه تصویب شي، خو وروسته مشرانو جرګه یا سنا کې- چې د جمهوریپالو په لاس کې ده- ولسمشر ټرمپ محاکمه شي.

ښاغلي ټرمپ خپل شپږ مخیز لیک کې د استیضاح پر بهیر بلوڅېدلی او مېرمن پلوسي یې غندلې ده.

هغه په داسې مهال دا لیک کاږي چې هڅه یې کړې ده ولسي جرګه کې د سپینې ماڼۍ د مرستیالانو او چارواکو د شهادت په مخنیوي سره د استیضاح پلټنو بهیر وځنډوي.

ښاغلي ټرمپ خپل لیک کې ادعا کړې چې "له لومړیو دا استیضاح جعلي او د قانوني عادلانه بهیر اصول نه لري".

هغه ان دا هم ویلي چې "اساسي قانون کې له ور کړل شوي خورا بنسټیز حق یا شواهدو ور کولو بې برخې شوی دی".

دا په داسې مهال ده چې ډیموکراټانو په ښکاره له ولسمشر او وکیلانو غوښتي شواهد وړاندې کړي.

وکیلانو یې ان له شاهدانو د پوښتنو حق درلود، خو سپینې ماڼۍ دې بهیر کې له ګډون ډډه وکړه.

پلوسي

د عکس سرچینه، Huw Evans picture agency

د ښاغلي ټرمپ د استیضاح طرحه کې دوه تورونه دي:

"د استیضا بهیر پلټنو کې همکارۍ نه کولو، د سپینې ماڼۍ د کارمنانو د شهادت مخنیوي او د اسنادو او شواهدو وړاندې کولو کې بې پروايي سره کنګره کې د کار خنډ کېدل؛ بل هم د ډیموکراټ سیال جوبایډن په هکله د پلټنو لپاره پر اوکراین د فشار اچولو لپاره له خپل مقام د کار اخیستلو هڅه".

که دا طرحه ولسي جرګه کې رایه وګټي، ښاغلی ټرمپ به د امریکا په تاریخ کې دریم ولسمشر وي چې استیضاح کېږي.

وروسته باید مشرانو جرګه کې محاکمه شي، هغه جرګه کې د دواړو ګوندونو استازي باید د بې پرې نیامن یا منصفه پلاوي د غړو په توګه عمل وکړي.

د ډیموکراټانو او جمهوریپالو ناندرۍ

سنا د ښاغلي ټرمپ د ګوندیانو په واک کې ده او دې جرګه کې د دې ګوند مشر میچ میکانل اونۍ وړاندې وویل:

"جمهوريپال سناتوران به د محاکمې بهیر کې د ولسمشر له ډلې سره په پوره همغږۍ عمل وکړي او د ولسمشر د ګوښه کولو پرضد به رایه ور کړي".

د نوموړي دې خبرو ډیموکراټان غوسه کړل.

مشرانو جرګه کې د ډیموکراټانو مشر چاک شومر وویل: که د استیضاح بهیر سنا ته واستول شي، هر یو سناتور باید لوړه وکړي چې بې پرې عدالت به کوي.

د هغه په خبره، تر ټولو ډېره مهمه دا ده چې مشرانو جرګه کې د عادلانه او صادقانه محاکمې ټول حقایق څرګند شي.