باراک اوباما: ښځې تر سړیو ښې مشرانې دي

د امریکا پخواني ولسمشر باراک اوباما ویلي، که د نړۍ د هر هېواد مشره یوه ښځه وای، د وګړو د ژوند معیار او د کارونو پایلې به بهتره شوې وای. په سینګاپور کې د خبرو پر مهال ښاغلي اوباما وویل، ښځې په هر څه پوره نه دي، خو په دې کې هېڅ شک نشته چې تر سړیو بهترې دي.

د پخواني ولسمشر په وینا، په نړۍ کې ډېری ستونزې د هغو پاخه عمر نارینه و له کبله دي چې واک یې ځان سره ساتلی.

د مشرتابه په اړه یوې شخصي غونډې ته د وینا پر مهال ښاغلي اوباما زیاته کړه، کله چې دی ولسمشر و نو پر دې به یې فکر کاوه چې که چېرې د نړۍ چارې د ښځو په واک کې وای نو وضعیت به څه ډول و.

پخواني ولسمشر د غونډې ګډونوالو ته وویل:

"زه ډاډه یم که د دوه کالو لپاره د نړۍ د هر هېواد مشره یوه ښځه شي نو په ټولو برخو کې به ډېره بهتري وګورئ، که هغه د ژوند معیار وي او که د چارو پایلې وي ".

له نوموړي پوښتنه وشوه چې ایا بېرته سیاسي مشرۍ ته د ستنېدو فکر یې کړی دی.

په ځواب کې ښاغلي اوباما وویل، دی په دې باور دی چې مشران باید په مناسب وخت کې واک پرېږدي. خو د نړۍ ډېری ستونزې ځکه رامنځته شوي چې یو شمېر زاړه نارینه واک نه پرېږدي.

ده زیاته کړه، سیاسي مشران باید په دې پوه شې چې د یوې دندې لپاره واک ته رسېږي، او ټول عمر به په واک کې نه وي. دوی باید د خپل اهمیت او خپل شخصي واک لپاره فکر ونکړي.

باراک اوباما له ۲۰۰۹ کاله تر ۲۰۱۷ کاله د دوه دورو لپاره امریکا ولسمشر پاتې شو.

له هغه وروسته نوموړي له خپلې مېرمنې مېشل اوباما سره داسې یو بنسټ پرانیست چې په ټوله نړۍ کې ځوانان د مشرۍ لپاره روزي.

ښاغلی اوباما او مېرمن یې د همدې بنسټ د یوې غونډې لپاره تېره اوونۍ په کوالا لمپور کې وو.