د اسلام اباد اسلامي پوهنتون کې نښته؛ یو زدکوونکی وژل شوی او لسګونه ټپیان دي

د پاکستان پلازمېنه اسلام اباد کې د نړیوال اسلامي پوهنتون د زدکوونکو د دوو ډلو ترمنځ وسلواله نښته کې یو محصل وژل شوی او له شلو ډېر ټپیان دي.

د اسلام اباد مرستیال کمشنر حفزه شفقات خپل ټوېټر کې د یوه زدکوونکي وژل کېدل منلي او لیکلي دي:

"امنیتي ځواکونو د پوهنتون د امنیت مسوولیت اخیستی او د حالت کنټرولولو لپاره له رېنجرز هم د مرستې غوښتنه شوې ده".

د پوهنتون ادارې ویلي د جمعې ورځ به پوهنتون تړلی وي.

د پاکستان د طبپوهنو انستیتیوت یوه ویاند ویلي، ۲۹ ټپي زدکوونکي روغتون ته لېږدول شوي دي.

د هغه په خبره، د طفیل الرحمان په نوم د یوه زدکوونکي مړی هم روغتون ته ور وړل شوی او پولیسو توشپلی(پوسټ مارټم کړی) دی.

د اسلامي جمعیت زدکوونکي دعوه کوي چې وژل شوی د دوی د ډلې دی.

د دې ګوند غړو خواله رسنیو کې د وژل شوي انځورونه هم خپاره کړي دي.

د پاکستان اسلامي جمعیت طلبا د ویاند راجه عمیر په خبره، طفیل د ګلګت بلتستان و او پوهنتون کې د اقتصاد پوهنځي زدکوونکی و.

د جماعت اسلامي د اسلام اباد ضلعې یا ولسوالۍ ویاند سجاد عباسي له بي بي سي سره خبرو کې ویلي، د دې ګوند غړو پوهنتون کې له دریو ورځو راهیسې ښوونیز نندارتون پیل کړی و:

"د سې شنبې په ورځ یې پرانیسته وشوه او پنجشنبه یې پای و، پېښه ماښام هغه وخت وشوه چې د ګوند د پخوانیو غړو او چارواکو ناسته روانه وه".

خواله رسنیو کې غبرګون

د زدکوونکو له نښتې وروسته خواله رسنیو کې زدکوونکو او نورو خلکو پر دې پېښه خپګان ښودلی دی.

عمار علي جان ټوېټ کې لیکلي، ډېره د افسوس خبره ده چې د ټولنې هر پاړکی له تاوتریخوالي ډک دی:

"ټولو ته پکار دي د عدم تشدد لار ونیسی، تاوتریخجن خلک د ولسواکۍ او انسانیت ستنې ټپي کوي".

زاهد علي هم یوه ټوېټ کې ویلي: د ولسواکو لارو نشتوالی دا ډول تاوتریخوالي ته لمن وهي:

"د زدکوونکو ټولنو ته پر انتقادي سوچ، خبرو خبرو اترو او عدم تشدد لارو باندې عمل پکار دی".

هارون پوښتنه کړې: "حکومت چېرته دی؟ حکومت پرون لاهور کې د پاکستان کارډیالوجي انستیتوت حالت کنټرول نه کړ او نن یې اسلام اباد کې څو کسانو نړیوال پوهنتون ته وسله یووړه او زدکوونکي یې ووژل او ټپي کړل".

سلمان شاه لیکلي ټولو پاکستانیانو ته پر دې فکر پکار دی چې ځوان نسل ته څه ور کوي او پوهنیزو ادارو کې څنګه حالت جوړ شوی دی.

د اسلامي پوهنتون په څېر پېښې موږ ته دا وايي چې نوی نسل په کومه لار روان دی.