تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د برتانیا ټاکنې؛ ټرمپ او اروپايي ټولنې د بورېس جانسن د بریا هرکلی کړی
د امریکا متحدو ایالتونو ولسمشر ډونلډ ټرمپ د برتانیا ټاکنو کې د بورېس جانسن د بریا هرکلی کړی دی. نوموړي په یوه ټویټر پیغام کې ویلي، اوس امریکا او برتانیا کولای شي، ''له اروپايي ټولنې د برتانیا له وتلو وروسته هر اړخیزې نوې هوکړې ته ورسېږي. ''
د اروپايي ټولنې مشرانو هم بورېس جانسن ته مبارکي ویلې. د اروپايي کمېسیون مشره اورزولا فون درلاین وايي، اروپايي ټولنه چمتو ده چې که هر څه ته اړتیا وي، په تړاو یې خبرې وکړي.
د برتانوي ټاکنو د پایلو له معلومېدو وروسته د جرمني صدراعظمې اېنګلا میرکل د دواړو هېوادونو تر منځ د همکارۍ خبره کړې ده.
د اسراییلو بهرنیو چارو وزیر اسراییل کاتس د ښاغلي جانسن بریا د یهودانو پر ضد د کرکې څرګندونې پر وړاندې د 'ارزښتونو بریا ' بللې ده.
بل لور ته د برتانیا په ټولټاکنو کې د خپل محافظه کار ګوند له 'تاریخي ' بریا وروسته لومړي وزیر بورس جانسن ویلي، له اروپايي اتحادیې به د خپل هېواد ایستلو چاره تر سره کړي او په وینا یې د رایې ورکوونکو د باور قدر به وکړي.
ښاغلي جانسن چې د نوي حکومت تشکیل په پار یې د اجازې لپاره د برتانیا له ملکې سره لیدلي، داسې حال کې په پارلمان کې د ۷۸ څوکیو اکثریت تر لاسه کړی دی چې د یوې پارلماني څوکۍ پایله لا هم نه ده اعلان شوې.
نوموړی وايي، ټول کارونه به یې 'برالا ' وي او 'د خلکو د یوه حکومت ' مشري به کوي.
بل لور ته د لېبر ګوند مشر جیرمي کوربین 'په دې ټاکنو کې ' د ګوند ماتې غبرګون پر مهال ویلي، راتلونکو ټاکنو کې به د دغه ګوند د مشر په توګه برخه نه اخلي.
د محافظه کار ګوند کاندیدانو د اپوزېسیون کاندیدانو مقابل کې د شمال ختیځ انګلستان په ګډون د هېواد هغو برخو کې هم لوی اکثریت موندلی چې په دودیز ډول مخکې پکې اپوزیسیون بریا موندله او په ویلز کې یې شپږ څوکۍ له لاسه ورکړې.
محافظه ګار ګوند ۳۶۴ یا له نیمايي ډېرې څوکۍ وګټلې. د برتانیا پارلمان کې د حکومت جوړولو لپاره باید یو ګوند لږ تر لږه ۳۲۶ څوکۍ ولري.
دې ګوند د انګلېنډ ټاکنیزه حوزه کې هم بریالی شو چې د لسګونو کلونو لپاره پکې کارګر ګوند ته بریالی و . دې حوزې درې کاله مخکې ټولپوښتنه کې له اروپايي ټولنې د برتانیا وتلو ته رایه ور کړې وه.
کارګر ګوند له پنځوسو ډېرې څوکۍ له لاسه ور کړې او په دې ټاکنو کې یې ۲۰۳ څوکۍ تر لاسه کړې دي. د دې ګوند مشر ویلي، له خپل مقام ګوښه کېږي او راتلونکو ټاکنو کې به د کارګر مشر نه وي.
په دریم ځای کې سکاټلنډ پورې اړوند "اېس اېن پي" یا د سکاټلنډ ملي ګوند دی او لوی اکثریت یې ګټلی دی.
د دې ګوند مشر وايي، پایلې په دې مانا دي چې سکاټلنډ د بوریس جانسن حکومت او له اروپايي ټولنې وتل نه غواړي.
د لومړنیو پایلو اعلان او د ټاکنو د برخلیک د لومړني اټکل سره پونډ هم د نورو اسعارو مقابل کې لوړ شوی دی.
د سکاټلنډ ملي ګوند ۴۶ څوکۍ او لېبرل ډیموکراټ ګوند یوازې ۹ څوکۍ ګټلې دي.
د لېبرل ډیموکراټ ګوند مشره جو سوینسن یو هغه مخکښ کس دی چې خپله څوکۍ له لاسه ور کوي.
خو لا هم د ۲۳ نورو حوزو د ټاکنو پایلې اعلان شوې نه دي. د ټاکنو پایلې د لومړي وزیر بورېس جانسن لپاره لویه بریا ده.
بله خوا شنونکي وایي چې د اپوزیسیون کارګر ګوند لپاره دا په تېرو څو لسیزو کې تر ټولو خرابې ټاکنیزې پایلې دي.
په برتانیا کې دا ځل ټاکنې تر ډېره له اروپایي ټولنې نه د دې هېواد د وتلو پر موضوع یا 'برېکزېټ ' را څرخېدې.
د لومړي وزیر جانسن ګوند ژمنه کړې ده چې د ۲۰۲۰ د جنورۍ تر پایه به برتانیا له اورپایي ټولنې جلا کېږي.
خو د کارګر ګوند پر دې موضوع د اخلي اختلاف سربېره ډېر روښانه دریځ نه درلود، او ښایي همدا یې د ماتې لوی لامل شوی وي.
د کارګر ګوند مشر جېرېمي کوربېن وار د مخه په ګوند کې له سختو مخالفتونو سره مخ و.
لومړی وزیر بورېس جانسن په تېره جولای میاشت کې د تیریزا می له استعفا وروسته واک ته ورسېد او خپله هغه ژمنه یې تکرار کړه چې برتانیا به له اروپایي ټولنې جلا کوي.
ښاغلی جانسن له دې وړاندې د برتانیا د بهرنیو چارو وزیر او همدا راز د لندن ښاروال پاتې شوی دی. دی د هغو سیاستوالو په ډله کې دی چې له اروپایي ټولنې د بېلېدو غوښتونکي دي.