پاکستاني پولیس د عمران خان په خوریی پسې ګرځي

پاکستاني پولیس وايي، يه یوه روغتون کې له تاوتریخوالي ډک احتجاج کې د برخې اخیستو له کبله د لومړي وزیر عمران خان د یوه خوریی په نیولو پسې ګرځي.

لاهور پولیسو د حسن نیازي پر کور هم چاپه وهلې او وايي، ښايي پټ شوی دی. ښاغلی نیازی له هغو سلګونو مدافع وکیلانو سره ملګری و چې له ډاکټرانو سره له لانجې وروسته یې د لاهور پر یوه روغتون یې یرغل وکړ.

دغه پېښه کې روغتون کې بستري درې ناروغان مړه شوي وو.

وروسته د پېښې ځای ته بلوا ضد پولیسو وغوښتل شول چې حالت یې کابو کړ. د پېښې خپرو شویو تصویرونو کې دریشۍ اغوستي وکیلان لیدل کېږي، چې د روغتون کارکوونکي وهي، ډبوي او تجهیزات یې یو بل لور ته غورځوي.

پر دغو وکیلانو د نیوکو په ترڅ کې د خواله رسنیو کاروونکو د حسن نیازي تصویرونه هم لاس پر لاس کړي دي.

ښاغلي نیازي هم پر پنجاب انسټیټیوټ اف کارډیالوژي نومي دغه روغتون یرغل کې برخه اخیستنه تایید کړې او په وینا پر خپله دغه کړنه پښېمانه دی.

د اړودوړ له پېښېدو وروسته ډاکټران او نور روغتیا پالان پټېږي او د سختو ناروغو په ګډون په کټونو کې پراته ناروغان ځای پر ځای پرېږدي.

پولیسو د پېښې ځای ته له رسېدو وروسته اوښکې بهوونکی ګاز کاروولی او چارواکي وايي، له دوو دریو ساعتونو وروسته نظم رامنځته شو او پولیسو نژدې یو شمېر کسان نیولي دي.

د پنجشنبې پر ورځ پولیسو ۴۶ نیول شوي وکیلان محکمې ته وړاندې کړل او محکمې یې د نورو پوښتنو ګروېږنو لپاره زندان ته د لېږلو امر وکړ.

وکیلانو تېره میاشت په دغه روغتون کې د خپل یوه همکار ناسمې درملنې له ادعا سره احتجاج کاوه، خو د ورستي تاوتریخوالي لوی لامل د روغتون یوه ډاکټر له لوري پر خواله رسنۍ هغه خپره شوې ویډیو ښوول کېږي چې پکې پر وکیلانو ملنډې وهل شوې دي.

رپوټونو کې ویل شوي، وکیلانو د پنجاب ایالت د اطلاعاتو وزیر فیاض الحسن چوهان هم وهلی ډبولی دی او لومړي وزیر عمران خان د دې پېښې په هکله له اړونده چارواکو د رپوټ غوښتنه کړې ده.

د روغتون ډاکټرانو په خبره څو ورځې وړاندې د یوه وکیل او ډاکټرانو ترمنځ په یاد روغتون کې شخړه شوې وه، چې بیا د روغتون ډاکټرانو د هغه وکیل پرضد پولیسو ته عریضه کړې وه.

د وکیلانو د احتجاج یوې ګډونوالې رضیې له بي بي سي سره خبرو کې وویل، د دوی پر سوله ييز احتجاج لومړی ډاکټرانو برید وکړ.

''موږ سوله ييز احتجاج کاوه، له روغتونه ډاکټرانو پر موږ د ډبرو بریدونه وکړل او بیا يې زموږ په وهلو پیل وکړ. موږ هېڅ قانون ضد کار نه دی کړی، بلکې له روغتونه پر موږ برید وشو. ''

دا چې د وکیلانو او ډاکټرانو ترمنځ نژدې ټوله ورځ اخ ډب روان و د پاکستان لومړي وزیر عمران خان پر دغې پېښې اندېښنه څرګنده کړې او له اړونده چارواکو يې د دې پېښې په هکله د معلوماتو غوښتنه کړې.

د پنجاب ایالت د اطلاعاتو وزیر فیاض الحسن چوهان چې د احتجاج په ځای کې وکیلانو وهلی، رسنیو ته وویل حکومت به د وکیلانو پرضد ګام اخلي د دغې پېښې په اړه به هر اړخیزه پلټنه کوي.