ایران او امریکا دوه زندانیان خپلو کې سره تبادله کړل

یو چینايي الاصله امریکایی څېړونکي چې په ایران کې د جاسوسۍ په تور نیول شوی و، د هغه ایراني ساینسپوه بدل کې خوشی شوی چې امریکایانو نیولی و.

ایراني چارواکو شیو وانګ په ۲۰۱۶ کال کې 'له بهرنیو حکومتونو سره د همکارۍ ' په تور نیولی و. د ژوڼکو اډانې ماهر مسعود سلیماني پروسږ کال په شکاګو هوايي ډګر کې نیول شوی و.

نوموړی ایران ته د بیالوژیکي موادو لېږد له کبله د ایران پر ضد له لګول شویو تورونو په سرغړاوي تورن و. خو دواړو کسانو پرې لګېدلي تورونه رد کړي دي.

له څه مودې راهیسې د دوو داسې هېوادونو تر منځ خړ پړ اړیکو ته په کتو سره دغه تبادله د همکارۍ یوې کمسارې بېلګه بلل کېږي، چې هېڅ دیپلوماتیکه اړیکه هم نه لري.

امریکا متحدو ایالتونو او ایران دواړو په دغه موضوع کې د منځګړي په توګه د رول لوبولو له کبله د سویس چارواکو مننه کړې.

ښاغلی وانګ له ایرانه د سویس حکومت په یوه الوتکه کې له تهرانه تر زیوریخ پورې ورسېد او کور ته له ستنېدو مخکې به جرمني کې طبي معاینات وکړي.

ښاغلی سلماني هم تر زیوریخه تللی او له هغه ځایه به تهران ته ستون شي. د ایران بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف په یوه ټویټر پیغام کې د دغو بندیانو تبادله تایید کړې ده. نوموړي لیکلي:

''خوشحاله یم چې پروفیسر مسعود او ښاغلی شیو وانګ به ژر له خپلو کورنیو سره یو ځای شي. ''

د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ وايي، ښاغلی وانګ د جاسوسۍ په پلمه نیول شوی و: په یوه اعلامیه کې نوموړي ویلي:

''د نیول شویو امریکایانو خوشي کېدل زما د حکومت لپاره خورا مهم دي او موږ به د هغو ټولو هېوادوالو د بېرته ستنېدو لپاره هلې ځلې کوو چې له هېواده بهر نیول شوي دي. ''

ښاغلي ظریف له ښاغلي سلیماني سره د هغه له خوشي کېدو وروسته خپل اخیستي تصویرونه خپاره کړي دي.

د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ واک ته له رسېدو وروسته د ایران اتومي پروګرام محدودولو له هوکړې ووت او له هغه راهیسې د دواړو هېوادونو تر منځ اړیکي ورځ تر بلې خړ پړ شول.

ایران تل د خپل اتومي پروګرام پر سوله ییز کېدو ټینګار کوي، خو امریکا متحده ایالات د ایراني چارواکو له لوري د اتومي وسلو چمتو کولو اندېښنه څرګنده کړې.