ایران او امریکا دوه زندانیان خپلو کې سره تبادله کړل

په سویټزرلنډ کې د امریکا سفیر اډوارډ مکمولن د ښاغلي وانګ هرکل وکړ.

د عکس سرچینه، US EMBASSY BERN

د عکس تشریح، په سویټزرلنډ کې د امریکا سفیر اډوارډ مکمولن د ښاغلي وانګ هرکل وکړ.

یو چینايي الاصله امریکایی څېړونکي چې په ایران کې د جاسوسۍ په تور نیول شوی و، د هغه ایراني ساینسپوه بدل کې خوشی شوی چې امریکایانو نیولی و.

ایراني چارواکو شیو وانګ په ۲۰۱۶ کال کې 'له بهرنیو حکومتونو سره د همکارۍ ' په تور نیولی و. د ژوڼکو اډانې ماهر مسعود سلیماني پروسږ کال په شکاګو هوايي ډګر کې نیول شوی و.

نوموړی ایران ته د بیالوژیکي موادو لېږد له کبله د ایران پر ضد له لګول شویو تورونو په سرغړاوي تورن و. خو دواړو کسانو پرې لګېدلي تورونه رد کړي دي.

له څه مودې راهیسې د دوو داسې هېوادونو تر منځ خړ پړ اړیکو ته په کتو سره دغه تبادله د همکارۍ یوې کمسارې بېلګه بلل کېږي، چې هېڅ دیپلوماتیکه اړیکه هم نه لري.

امریکا متحدو ایالتونو او ایران دواړو په دغه موضوع کې د منځګړي په توګه د رول لوبولو له کبله د سویس چارواکو مننه کړې.

ښاغلی وانګ له ایرانه د سویس حکومت په یوه الوتکه کې له تهرانه تر زیوریخ پورې ورسېد او کور ته له ستنېدو مخکې به جرمني کې طبي معاینات وکړي.

مسعود سلیماني د ایران بهرنیو چارو له وزیر جواد ظریف سره

د عکس سرچینه، JAVAD ZARIF TWITTER

د عکس تشریح، مسعود سلیماني د ایران بهرنیو چارو له وزیر جواد ظریف سره

ښاغلی سلماني هم تر زیوریخه تللی او له هغه ځایه به تهران ته ستون شي. د ایران بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف په یوه ټویټر پیغام کې د دغو بندیانو تبادله تایید کړې ده. نوموړي لیکلي:

''خوشحاله یم چې پروفیسر مسعود او ښاغلی شیو وانګ به ژر له خپلو کورنیو سره یو ځای شي. ''

د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ وايي، ښاغلی وانګ د جاسوسۍ په پلمه نیول شوی و: په یوه اعلامیه کې نوموړي ویلي:

''د نیول شویو امریکایانو خوشي کېدل زما د حکومت لپاره خورا مهم دي او موږ به د هغو ټولو هېوادوالو د بېرته ستنېدو لپاره هلې ځلې کوو چې له هېواده بهر نیول شوي دي. ''

شووانګ له نیول کېدو مخکې له مېرمن او ماشوم سره

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، شووانګ له نیول کېدو مخکې له مېرمن او ماشوم سره

ښاغلي ظریف له ښاغلي سلیماني سره د هغه له خوشي کېدو وروسته خپل اخیستي تصویرونه خپاره کړي دي.

د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ واک ته له رسېدو وروسته د ایران اتومي پروګرام محدودولو له هوکړې ووت او له هغه راهیسې د دواړو هېوادونو تر منځ اړیکي ورځ تر بلې خړ پړ شول.

ایران تل د خپل اتومي پروګرام پر سوله ییز کېدو ټینګار کوي، خو امریکا متحده ایالات د ایراني چارواکو له لوري د اتومي وسلو چمتو کولو اندېښنه څرګنده کړې.