عراق کې لاریونونه؛ امریکا پر درېیو ایران پلوو مشرانو بندیزونه لګولي

د عکس سرچینه، AFP
په داسې حال کې چې د عراق بغداد کې لږترلږه ۱۸ کسان وژل شوي، امریکا وايي، عراق کې یې د ایران پلوو شیعه ملېشو پر درېیو مشرانو - چې بشري سرغړونې یې کړې، - اقتصادي بندیزونه لګولي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وايي، له څه باندې دوو میاشتو راهیسې د عراقي لاریونوالو د ځپلو او بشري حقونو سرغړونو کې ایران پلوو عراقي ډلو مشران ښکېل دي او ناپېژاندو وسلوالو بغداد کې ۱۸ کسان وژلي.
د امریکا متحدو ایالتونو پر درېیو مشهورو عراقي مشرانو اقتصادي بندیزونه لګولي او دوی یې له ایران سره د تړلو ملېشو مشران بللي.
په دغو درېیو عراقي مشرانو کې د ایران له ملاتړ د برخمنې اهل الحق ډلې مشر قیس الخز علي او هغه ورور لیث الخز علي چې د همدې ډلې یو قومندان دی، شامل دي.
همدارنګه د ولسي پاڅون د ځواکونو د امنیت مسول حسین فالح اللامي هم دی.

د عکس سرچینه، AFP/Getty Images
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو په یوه خبرپاڼه کې ویلي: "عراقي ولس د خپل هېواد بېرته ستنېدل غواړي او د سمون غوښتونکی دی."
"ناڅرګند وسلوال"
په ورته وخت بغداد کې د جمعې په ماښام لږترلږه ۱۸ کسان وژل شوي چې څلور پکې پولیس دي او ۶۰ نور ټپیان شوي. پر دوی نا پېژاندو وسلوالو برید کړی دی.

د عکس سرچینه، AFP
د عراق د بشري حقونو عالي کمېشنري وايي، له تېرو کابو دوو میاشتو راهیسې د عراق روانو لاریونونو او اړودوړ کې لږترلږه ۴۶۰ کسان وژل شوي او سلګونه نور ټپيان شوي دي.
مظاهرې د تېرې اکتوبر میاشتې په پیل کې د فساد او کمزورو چوپړونو پرضد پیل شوې چې بیا وروسته لاریونیانو په سیاسي نظام کې د بشپړ سمون غوښتنې هم راپورته کړې.
دا لاریونونه تر ډېره پلازمېنه بغداد او د هېواد په سوېلي شیعه مېشتو سیمو کې دي.









