عراق کې خونړي لاریونونه؛ لومړی وزیر استعفا کوي

د عکس سرچینه، AFP
په عراق کې له څو اونۍ پرلپسې خونړیو لاریونونو وروسته د عراق لومړي وزیر عبدالمهدي اعلان کړی چې خپله استعفا پارلمان ته وړاندې کوي.
د نوموړي له دفتره په خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي، لومړی وزیر به پارلمان ته خپله استعفا وړاندې کړي چې غړي یې نوی حکومت وټاکي.
په دې هېواد کې شیعه عالمانو د لاریون کونکو پر ضد د زور کارونه غندلې او د یوه نوي حکومت د جوړېدو غوښتنه یې کړې ده.
د لومړي وزیر د استعفا د پریکړې خبر وروسته له هغه خپور شوی چې د هغه ځای شعیه عالم او مفتي ایت الله علي سیستاني د نوي حکومت د جوړېدو غوښتنه وکړه.
ددې غوښتنې په ځواب کې د لومړي وزیر په لاس لیکل شوي خط کې ویل شوي، نوموړی به له پارلمانه وغواړي چې دده استعفا ومني.
په لیک کې نه دي ویل شوي چې نوموړی به کله خپله استعفا وړاندې کوي.
اټکل کیږي چې په اکټوبر میاشت له لومړیو دغه پیل شويو احتجاجونو کې لږ ترلږه ۴۰۰ کسان وژل شوي دي. تېرې دوه ورځې (پنجشنبه او جمعه، لیندۍ ۶/۷) تر ټولو خونړۍ ورځې یادې شوي.
پنجشنبه د روانو حکومت ضد اعتراضونو او لاریونونو په ترڅ کې چارواکو او روغتیایي کارکوونکو په وینا، تاوتریخوالي کې لږ تر لږه ۳۵ کسان وژل شوي دي.
لاریونونه له حکومت نه د دندو، له فساد سره مبارزه او ښاري خدمتونو ډېرول غواړي.
د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتریش ویلي: "د هغه خبرونو په اورېدو سخت اندېښمن شوی چې پکې ویل شوي عراق کې د مظاهره کوونکو پر ضد په مسلسل ډول وسله کارېډلې."
د جمعې په ورځ بیا لږ تر لږه د ۱۵ کسانو د وژل کېدو رپوټونه ورکړل شوي دي. د پنجشنبې له پېښو وروسته یوه بل ځايي چارواکي استعفا ور کړې او ناصریه کې د ټیکاو راوستلو یو قومندان له دندې ګوښه شوی دی.
په سویلي ناصریه ښار کې له شلو ډېر کسان هغه وخت ووژل شول چې پولیسو د یوه پل د خلاصولو لپاره پر اعتراض کوونکو ډزې وکړې.
د بښنې نړیوالې ادارې د څېړنې برخې مشر لین معلوف، د عراق امنیتي چارواکي د سوله ییزو مظاهرو پرضد په تاوتریخوالي تورنوي.

د عکس سرچینه، Reuters
نوموړی د ناصریه پرونۍ پېښه یادوی او وايي: "تر ډېره دا سیمه د پل یا سړک په ځای جنګي سیمې ته ورته وه".
په پلازمېنه بغداد کې هم روانو اعتراضونو کې پرون لږ تر لږه څلور کسان وژل شوي، او په نجف ښار کې هم د درې کسانو د وژل کېدو رپوټونه ترلاسه شوي.
د ایران کونسلګرۍ سوځول
د عراق پولیس وايي، معترضانو په نجف ښار کې د ایران کونسلګري هم وسوځوله. عراقي چارواکو له دې پېښې وروسته د کونسلګرۍ شاوخوا ګرځبندیز لګولی دی.
له اکتوبر راهیسې عراق کې پراخې مظاهرې دي، چې تر اوسه پکې له ۳۳۰ ډېر کسان وژل شوي دي. لاریونوال د حکومت پر ناکاره توب او فساد اعتراض لري.
تېره میاشت هم دې لاریونوالو کربلا کې د ایران پر کونسلګرۍ برید وکړ. هغه پېښه کې د ایران د کونسلګرۍ مخ ته درې لاریونوال هم ووژل شول.

د عکس سرچینه، Reuters
د اکتوبر له لومړۍ عراق کې له پیل شویو مظاهرو راهیسې دا لاریونونه پراخ شوي او دغه هېواد کې د سیاسي نظام سمون غواړي.
دوی د عراق دولت او سیاسي جوړښت، په فساد، ناوړتیا او بې غورۍ تورنوي.
ایران تورنول
اعتراض کوونکي همدا راز د ایران حکومت هم تورنوي چې په عراق کې د شیعه جوړښتونو په واک کې حکومتونو او همدارنګه د شیعه وسلوالو ډلو ملاتړ کوي.
مظاهره چیان د ایران دغه سیاست د خپل هېواد کورنیو چارو کې لاسوهنه او عراق کې د دې هېواد د نفوذ ختمېدل غواړي.
خو ایراني چارواکي دا مظاهرې د امریکا، سعودي او اسراییل په لمسه بولي، چې په وینا یې موخه یې د ایران او عراق ترمنځ د اړیکو خرابول دي.








