هند کې د جنسي تېري قربانۍ ښځې ته اور واچول شو

د جنسي تېري قربانې شوې یوې ۲۳ کلنې ښځې ته د هندوستان په شمال کې اور اچول شوی.

اترپردېش ایالت کې دې ښځې پر دوو نارینه وو عریضه کړې وه چې جنسي تېری یې پرې کړی او محکمې ته د همدې قضیې لپاره روانه وه چې اور ورواچول شو. دا ښځه د سوځېدو د سختو ټپونو له امله په روغتون کې بستر شوې او روغتیايي حالت یې نازک ښودل شوی دی.

پولیس وايي پنځه کسان یې هغې ته د اور اچولو په تړاو نیولي. دوه هغه کسان هم په کې دي چې پر همدې ښځې په جنسي تېري تورن دي.

سیمه ییزې رسنۍ وايي دا ښځه د اورګاډي په تم ځای کې وه چې یوې ډلې نارینه وو پرې حمله وکړه او هغه یې په کشولو نژدې کروندو ته بوتله او هلته یې اور ورواچاوه.

دا پېښه د اوناو په ولسوالۍ کې چې په دې وروستیو کې د جنسي تېرې د یوې بلې پېښې له امله په خبرونو کې وه رامنځ ته شوې ده.

پولیس دغلته وروسته له هغه د پارلمان د یوه وکیل پرضد تحقیقات پیل کړل چې یوې ښځې د پارلمان وکیل تورن کړ چې جنسي تېری یې پرې کړی او دغه ښځه بیا د موټر په یوه ټکر کې ټپي شوه.

په ترافیکې پېښه کې د ښځې دوه عزیزان ووژل شول او وکیل یې ټپي شو.

د جنسي تېرې قرباني شوې ښځې ته د اور اچولو تازه پېښې یو ځل بیا په ټول هندوستان کې غوسه پارولې او دا پېښه د خبرونو په سر کې ده.

دغه راز د تېر نومبر میاشتې په ۲۷ نیټه په سوېلي ښار حیدر آباد کې هم یوې ۲۷ کلنې ښځې ته له جنسي تېري وروسته اور اچول شوې و. د هغې د جسد پاتې شونې تېره اونۍ وموندل شوې.

له دې امله په ټول هېواد کې مظاهرې هم وشوې.

پر خواله رسنیو د جنسي تېري او ۲۳ کلنې ښځې ته د اور اچولو پېښې غندل شوې دي.

د ۲۰۱۲ کال په ډیسمبر کې په یوه بس موټر کې پر یوې ځوانې ښځې د ډله ییز جنسي تېري او د هغې له وژلو وروسته هند کې د زبرزنا او جنسي تاوتریخوالي موضوع ته پام ډېر شوی، خو داسې هېڅ نښې نښانې نشته چې د ښځو پرضد جرمونه دې کم شوي وي.