تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
یو پاکستانی عراق کې ۵ لکه ونې لګوي
- Author, منزه انوار
- دنده, بي بي سي اسلام اباد
د پاکستان د کراچۍ استوګن ۸۵ کلن محمدي دربار کورنۍ چې کله تېر کال د امام حسین د څلوېښتۍ لمانځلو ته عراق ته لاړه، نو دښته کې د سختې ګرمۍ له امله جړ ووهله.
دا ځکه وشول چې عراق کې د شیعه مسلمانانو د سپېڅلو ځایونو نجف او کربلا ترمنځ سړک کومه ونه نه لري.
ځکه د محمدي دربار زړه کې ور تېر شول چې پر دې ۷۵ کیلومتره اوږد سړک ونې لکې کړي.
هر کال صفره میاشت کې د امام حسین څلوېښتۍ کې د ګډون لپاره لکونه کسان عراق ته ځي، چې ډېری یې د نجف له لارې کربلا ته ځانونه رسوي.
له بي بي سي سره خبرو کې هغه وویل، چې بوټي تیار شول، خو عراق ته یې لېږل او هلته یې لکولو ته اجازه پکار وه.
دې کار ته پاکستاني او عراقي حکومت باید اجازه ور کړې وی.
نوموړی له پاکستان د اجازې غوښتلو کې بیروکراسي یادوي او وايي، خو بالاخره یې اجازه واخیسته.
بیا یو کال مخکې عراق ته لاړ، له چارواکو سره یې خبره او دا ژمنه هم وکړه چې ونې به پالي.
نوموړي د سیمې تودوخې ته په پام ونې غوره کړې او همدا وجه وه چې عراقي حکومت یې هرکلی وکړ.
دا مهال محمدي دربار نجف کې دی او وايي، ټول خلک ور سره همکاري کوي او دا مشوره یې هم ور کړه چې کومې ونې ولګوي.
ښاغلی دربار وايي، ۱۱ ډوله ونې لکول غواړي، تراوسه یې ۵۰ زره بوټي تیار کړي او تر دې دمه یې عراق ته پنځه زره رسولي دي.
خو عراق کې د مظاهرو له امله د محمدي دربار کار هم اغېزمن شوی او دغه هېواد ته د بوټو رسول یې ستونزمن شوي دي.
نوموړی د ایران له لارې تر عراق دا ونې رسوي او وايي، اوس یې یو ټرک یا لارۍ د ایران له لارې عراق ته رسېږي او دی ورته منتظر دی.
دې ګاډي سره درې بوټپوهان هم دي: "د عراق حکومت ته مې وویل، چې بوټپوهان به زما وي او مزدوران به عراقی حکومت برابروي".
عراق ته تر رسېدو وروسته به دا بوټي بغداد کې ساتل کېږي او مارچ کې به یې لګول پیل شي، خو تر دې مخکې محمدي غواړي چې ټیکټر او د بوټو لپاره ګوړي باسونکی ماشین عراق ته ورسوي.
د عراق حکومت د بوټو اېښودو ځای برابر کړی، د بوټو لګولو د اتو مزدورانو او بوټپوهانو تنخا هم ور کوي، خو د بوټو د راوړلو او خپل ځای ته لېږدولو لګښت د محمدي په غاړه دی.
هغه ته عراقي حکومت په دغه هېواد کې استوګنه هم برابره کړې ده.
لومړي پړاو کې ۵۰ زره بوټي لګول کېږي، خو محمدي دربار یې تر پنځو لکو رسوي.
د بوټو پالل
محمدي دربار وايي، تېرو دریو میاشتو کې یې دلته د بوټو د ودې او خړوبولو حالت لیدلی او په دې ډېر خوشال دی چې دلته اوبو ته ډېره اړتیا نشته:
یوازې دوه کاله یې باید وپالم، وروسته به خپله لویېږي.
دی وايي د څارلو لپاره به خپله عراق ته ځي او دا درې بوټپوهان به هم هلته اوسېږي.
لګښت څومره دی؟
ځواب کې محمدي دربار وايي، د امام حسین خدمت کې یې چې هرڅه په وس وی نه یې درېغوي.
خو د خپلې کورنۍ هم منندوی دی او وايي، که ۸۵ کلنۍ کې یې کورنۍ ور سره نه وی، نو دا ټول ورته ناشوني وو.
محمدي دا هم غواړي چې راتلونکي کې د امام حسین او د هغه د ورور حضرت عباس د روضې شاوخوا د ګلونو ونې ولګوي.