له سېلاب تښتېدلې ښځې ونه کې لور وزېږوله

د افریقا موزبیق کې یوه ښځه چې له سېلاب د ځان ژغورلو لپاره د ام ونې ته ختلې وه، هلته یې لور وزېږوله.

د امیلا په نوم دې ښځې په داسې حال سارا وزېږوله چې له خپل دوه کل زوی سره د ام څانګو پسې نښتې وه.

د ایدای په نوم توپان موزمبیق کې تر اوو سوو کسان وژلي دي.

امیلا چې د کورنۍ یوازنۍ سرپرسته ده، له زېږون دوه ورځې وروسته ګاونډیانو وژغورله.

نوموړې د ملګرو ملتونو د ماشوم ملاتړې ادارې یا یونیسیف سره خبرو کې ویلي:

"له خپل دوه کلن زوی سره کور کې وم، کومه اطلاع هم نه وه، ناڅاپه اوبه کور ته را ننوتې. بل لار نه وه، بس له خپل زوی سره یوازې ونې ته وختلم".

امیلا له خپلې نوې زیاتې شوې کورنۍ سره ډومب ته نږدې لنډمهالي پناځي کې اوسېږي او روغتیا یې ښه بلل شوې ده.

دا نږدې شل کلونه وروسته بل ماشوم دی چې د موزمبیق سوېل کې د سېلاب پر مهال ونه کې زېږيږي.

د روسیتا مبیانګو په نوم دا جنۍ اوس نولس کلنه ده او هغه مهال د نړیوالو خبرونو سرټکی شوه چې مور یې سوفیا په سېلاب کې ایسار وه، دا یې وزېږوله او وروسته چورلکې وژغورلې.

له مېل او ګارډین سره خبرو کې سوفیا وايي، چې دغه زېږون یې "ډېر ډېر دردوونکی و".

"ما چغې او کوکې وهلې، کله مې فکر کاوه چې ماشوم مې زېږي، کله مې فکر کاوه چې له لوږې چغې وهم".

خو بیا هم ځان خوشالوي او وايي: "هغه وخت ډېرو خلکو هره له لاسه ور کړل، خو ما یو څه ترلاسه کړل".

خو له بي بي سي سره مرکه کې روسیتا وايي، حکومت د سکالرشیپ او امریکا ته د تګ لپاره د متحده ایالتونو د حکومت پیسې یې ترلاسه نه کړې.

مور مې د زدکړو پیسې را کوي، له حکومت مې هیڅ ترلاسه نه کړل. حکومت کور راته جوړ کړ، خو اوس ښه نه دی. چې باران وي، څاڅي، لږ تر لږ یې باید راته ورغوي.