تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
ټرمپ د بندیانو تبادله کې د عمران خان د مرستې مننه وکړه
د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د افغان طالبانو له بنده د افغانستان امریکايي پوهنتون دوو استادانو راخوشي کولو لپاره د زمینې برابرولو له کبله د پاکستان له لومړي وزیر عمران خانه مننه کړې.
د پاکستاني لومړي وزیر له دفتره په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، ولسمشر ټرمپ له لومړي وزیر خان سره پر دوه اړخیزو خبرو غږېدلی دی.
بل لور ته د پاکستان لومړي وزیر عمران خان د دغو دوو لوېدیځوالو پروفیسرانو خوشي کېدل مثبت ګام بللی دی.
هغه دواړه استادان امریکایی کېوین کینګ او اسټرالیایی ټیموتي ویکس په ۲۰۱۶ کال کې برمته شوي وو او د طالبانو په بند کې له دریو کلونو وروسته وړمه ورځ خوشي شول.
بل لور ته وړمه شپه د متحدو ایالتونو ولسمشر ټرمپ د افغان ولسمشر محمد اشرف غني مننه کړې چې د دې استادانو او د طالب بندیانو د تبادلې په موضوع کې یې 'ډاډه ګام واخیست او مرسته یې وکړه. '
تېر ماښام له ارګه په یوه خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي، د متحدو ایالتونو ولسمشر له خپل افغان سیال محمد اشرف غني سره په ټیلیفوني خبرو کې د افغان حکومت د سولې اووه ماده ییز پلان ته په اشارې سره وویل:
''د دې لپاره چې د سولې پروسه بریالۍ شي، پکې د افغان حکومت مدیریت او شمولیت حتمي دی او باید سر له اوسه پیل شي. ''
خبر پاڼه زیاتوي چې د دواړو هېوادونو مشرانو د سولې پر پروسې او د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو په پرمختګونو خبرې کړې او ولسمشر ټرمپ د امریکا متحدو ایالتونو ته د یوه رسمي سفر لپاره ولسمشر غني ته بلنه ورکړه.
بل لور ته پرون پنجشنبه د هلمند سیمه ییزو چارواکو بي بي سي ته وویل، وسله والو طالبانو د افغان پوځ هغه لس سرتېري د هلمند ګرشک ولسوالۍ زمبلي سیمه کي د سره صلیب استازو ته سپارلي، چې له دوی سره بندیان وو.
وسلوالو طالبانو بي بي سي ته ویلي چې دغه کسان د هغې هوکړې له مخې خوشي شوي چي څو ورځې وړاندې د دوو بهرنیو استادانو او د طالبان د دریو جګپوړو کسانو د تبادلې پر مهال شوې وه .
له دې مخکې اکتوبر کې د طالبانو یو شمېر مهمو قومندانانو خوشي کېدو بدل کې درې هندي انجنیران خوشي شوي وو.
پاکستاني چارواکي وايي، د پنجشنبې پر ماښام د ښاغلي خان او ښاغلي ټرمپ په ټیلیفوني خبرو کې د افغانستان سولې بهیر پر پرمختګ شریک هدف بللی او دې لړ کې یې د پر ګډ کار هوکړه کړې.
د لومړي وزیر له دفتره خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي، چې لومړي وزیر عمران خان په دې ټیلیفوني خبرو کې د هند تر کنټرول لاندې کشمېر موضوع په حل کې د ولسمشر ټرمپ پر رول ټینګار کړی دی.