تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
حکومتي سرچینې:''خلیلزاد د امریکایي پوهنتون استادانو خلاصون لپاره کابل ته تللی و''
په افغان حکومت کې ځینو سرچینو بي بي سي ته ویلي، د افغان سولې بهیر لپاره د امریکا ځانګړي استازی زلمي خلیلزاد د افغان امریکايي پوهنتون د دوو استادانو خلاصون هڅو لړ کې کابل او اسلام اباد ته تللی و.
دغه استادان له څو کلونو راهیسې طالبانو برمته کړي دي.
د ځینو رسنیو په رپوټونو کې ویل شوي، طالبان د دې استادانو خوشي کولو بدل کې د انس حقاني د خوشي کېدو غوښتنه کوي، چې له افغان حکومت سره زنداني دی.
بل لور ته افغان حکومت وايي، د انس حقاني خوشي کول د دوی لپاره سره کرښه ده. د افغانستان ملي امنیت سلاکار حمدالله محب هم نن رسنیو سره خبرو کې هم دا موضوع تایید کړه.
امریکايي سرچینې په دې باور دي چې اسټرالیايی استاد کوین کینګ او امریکايی همکار یې ټیموتي ویکس د حقاني شبکې له لوري برمته شوي دي. دغه دواړه استادان په ۲۰۱۶ کال کې نامعلومو وسله والو پلازمېنه کابل کې وتښتول.
انس حقاني د جلال الدین حقانی زوی دی چې د حقاني شبکې بنسټګر و او د دغې شبکې د اوسني مشر سراج الدین حقاني ناسکه ورور دی.
سراج الدین حقاني د حقاني شبکې مشرۍ تر څنګ د وسله والو طالبانو د مشر ملا هبت الله مرستیال هم دی. انس حقاني د افغانستان ملي امنیت ادارې د ۱۳۹۳ کال میزان یا تلې میاشت کې هغه مهال ونیوه چې د حقاني شبکې د مشر مرستیالي یې هم درلوده او تر اوسه د همدې ادارې په زندان کې بندي دی.
افغان او امریکايي استخباراتي سرچینې حقاني شبکه په کابل کې تر ټولو د خونړیو بریدونو مسووله بولي. بل لور ته تېره ورځ د افغان ولسمشر ویاند صدیق صدیقي وویل، د انس حقانی خوشي کول د افغان حکومت او خلکو لپاره سره کرښه ده. د افغانستان اطلاعاتو او رسنیو مرکز په رسمي ټویټر پاڼه کې د نوموړي له قوله ویل شوي:
''موږ د زندانیانو خوشي کولو لپاره خپل سیاست لرو او دا د افغانانو اختیار دی، چې له زندانیانو سره څه ډول چلند باید وشي.''