اسراییلو سوریه کې د ایران پوځي مرکزونه بمبار کړي

د اسراییلو پوځ ویلي، سوریه کې یې د ایران او سوريايي حکومت اړوند لسګونه پوځي مرکزونه بمبار کړي. اسراییل وايي دا بریدونه یې د نیول شوې جولان له لوړو پر اسراییلو د توغندیو ویشتلو په غبرګون کې کړي دي.

د اسراییلو د پوځ ویاند افیخای ادرغي پر ټوېټر لیکلي: "جنګي الوتکو لږ مخکې د ایران د قدس ځواکونو او سوريايي پوځ لسګونه مرکزونه بمبار کړي، چې د قوماندې مرکز او د وسلو زېرمې او پوځي اډې پکې شاملې دي."

د سوریې رسمي خبري اژانس (سانا) د اسراییلو دا بریدونه تایید کړي، چې وايي بریدونه پلازمېنه دمشق او ورڅېرمه سیمو کې د اسراییلو له خاورې شوي دي.

سرچینه وايي، یو توغندی پر یوه کور لګېدلی، کور یې ویجاړ کړی او د یوې کورنۍ څلور کسان پکې ټپیان شوي.

سانا زیاتوي: ''د سوریې پر هوايي دفاعي سیستم د اسراییلو له خوا پر دمشق ځینې توغول شوي توغندي شنډ کړي دي."

سیمه ییز رپوټونه وايي په ښار کې د یوې قوي چاودنې غږ اورېدل شوی. پر خواله رسنیو هم ځینې انځورونه خپاره شوي چې پلازمېنه دمشق کې له ځینو ځایونو لوګي پورته کېږي.

د اسراییلو د پوځ ویاند وايي، دا بریدونه له سوریې د اسراییلو پر خاوره د توغندیو د بریدونو په غبرګون کې شوي: "پر اسراییلو د ایران برید ددې ښکاره ثبوت دی چې ایران په سوریه کې حضور لري."

ویاند زیاتوي: "ایران د اسراییلو امنیت ته خطر پېښوي، د سیمې ټیکاو او د سوریې نظام ته ګواښ دی."