تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
ایران کې د پټرولو بیو له لوړېدو وروسته احتجاجونه
د ایران حکومت له هغه ناڅاپي اعلان وروسته چې وايي پټرولو وېش ونډه ییز کوي او بیه یې لوړوي، دغه هېواد کې احتجاجونه شوي دي. د جمعې پر ورځ ایران کې د پټرولو بیې تر ۵۰ سلنې پورې لوړې شوې.
حکومت د امریکا له لوري پر دغه هېواد لګېدلو بندیزونو اغېز کمولو لپاره، چې د دغه هېواد اقتصاد یې سخت ځپلی، هغه درنې سبسایډۍ بېرته اخیستې چې مخکې د بیو کنټرول لپاره ورکولې.
په ۲۰۱۸ کال کې چې د امریکا متحده ایالتونه د ایران اتومي پروګرام له هوکړې په شا شو، پر دغه هېواد د پټرولو صادرولو سخت بندیزونه ولګېدل.
د دولتي خبري اژانس (ایرنا) په رپوټ کې ویل شوي، د هېواد په مرکزي سیمه سیرجان کې د جمعې په شپه 'خلکو د نفتو پر یوې زېرمې برید وکړ او هڅه یې وکړه چې اور ورته کړي. '
د نیمه دولتي اژانس ایس این اي په رپوټ کې د سیرجان والي له قوله ویل شوي چې دغه پېښه کې یو کس وژل شوي او شمېر نور ټپیان دي.
رپوټ زیاتوي د احتجاجونو لړۍ د مشهد، بیرجند، اهواز، ګاشسران، ابادان، خرم شهر، مشهد، شیراز او بندر عباس په ګډون یو شمېر نورو ښارونو ته هم غځېدلې ده.
اي پي خبري اژانس د ایران دولتي رسنیو له قوله وايي، د هېواد په دویم لوی ښار مشهد کې قهریدلو احتجاجیانو په لویو لارو کې خپل موټرونه درولي او لارې یې تړلې دی.
په خواله رسنیو خپرو شویو ویډیويي کلیپونه کې لیدل کېږي چې پلازمېنه تهران کې د امام علي لویې لارې اوږدو کې احتجاج کوونکو موټرونه درولي او له پولیسو د مرستې غوښتنه کوي.
د نويو اقداماتو له مخې به د هر موټر څښتن ته د میاشتې اوږدو کې د ۱۵۰۰۰ ریالو یا ۱۳ امریکايي سېنټو بدل کې ۶۰ لیټره پټرول ورکول کېږي او له دې زیات هر لیټر به ۳۰ زره ریاله اضافي لګښت لري.
د اي پي رپوټ کې ویل شوي، له دې مخکې هر ډرېور ته د ۱۰ زره ریالو بدل کې تر ۲۵۰ لیټرو پټرولو اخیستو اجازه ورکړل شوې وه. حکومت وايي د سبسډۍ له بېرته اخیستو تر لاسه شوې پیسې به نغداً پر بیوزله کورنیو وېشل کېږي.
ایران د همدې سبسډیو له کبله د نړۍ له هغو هېوادونو یو بلل کېږي چې د پټرولو بیې پکې خورا ټیټې وې او دغه راز دغه هېواد د نفتو له لویو صادرونکو هېوادونو یو دی چې هر کال یې له دې لارې میلیاردونه ډالر تر لاسه کول.
د امریکا متحدو ایالتونو ولسمشر ډونلډ ټرمپ پروسږ کال د ایران او شپږو نړیوالو ځواکمنو هېوادونو تر منځ له اتومي هوکړې په شا شو او پر دغه هېواد یې بندیزونه ولګول.