لاهور د نړۍ ککړو ښارونو نوملړ کې

Lahore tractor in smog

د عکس سرچینه، Getty Images

د هوا له لوړې کچې ککړتیا سره چې د هند شمال او پاکستان پر ځینو برخو یې زیات اغېز کړی، د دواړو هېوادونو د سیاستوالو ترمنځ د پړولو لوبه روانه کړې.

د امریکا د چاپېریال ساتنې اداره وايي، د پاکستان لاهور د نړۍ په ککړو ښارونو کې راځي. تېر کال هم د ککړې هوا له کبله پاکستان دویم هېواد بلل شوی و.

پاکستاني سیاستوال د چټلې هوا پړه په هندوستان کې د پولې هاخوا پر هندي کروندګرو اچوي چې د خپلو ځمکو پښاله سوځوي.

کروندګر هر کال دغه وخت د راتلونکي کال فصل ته د ځمکې د تیارولو لپاره د تېر کښت پخله سوځوي، خو دغه اورونه د هوا پر ککړتیا ډېر خطرناک اغېز لري.

د پولي هاخوا بیا یوه هندي سیاستوال ویلي زهرجنه هوا هغوی ته د پاکستان یا چین له لوري ورغلې.

سیاستوالو څه ويلي؟

دې X پوسټ نه تېرشئ
ایا له X نه د منځپانګې اجازه شته؟

دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ

خبرداری:‌ ښايي درېیمګړي ته اړوند منځپانګه کې اعلانونه وي

د ‍پوسټ X پای

د پاکستان د چاپېریال ساتنې وزیرې زرتاج ګل وزیر په ټوېټر کې د امریکا د فضايي ادارې "ناسا" یو انځور په خپورولو سره ویلي، په لاهور کې د لوګي لوی لامل په هند کې د وښو سېځل دي.

په ټویټر کې لیکي: "د ناسا انځور د لاهور د لوګي عمده منبع ښيي. له ګاونډیو چاره نه شته. د هند حکومت په لمسونه د پراخو کښتونو سوځول پر موږ سخت اغېز لري. موږ کوښښ کوو د دغو زهرو مخه ونیسو."

ځینو په ځواب کې د اغلي وزیز ټویټ ادعاوې ننګولې چې ایا د باد راوړو لوګیو پړه پر بل چا اچول سمه خبره ده؟

په ورته وخت کې د هند د بې جې پي ګوند یوه سیاستوال، وینیت اګروال شاردا بیا ظاهراً د هوا د ککړتیا پړه پر چین او پاکستان اچوي او ویلي، کېدای شي "زهرجنه هوا" د دغو دوو هېوادونو له لوري خپره شوې وي او پر پلازمېنه ډیلي یې اغېز کړی.

.

څومره پښاله سوځول کېږي؟

شک نه شته چې دغه کال په دغه موسم کې کروندګر په غټه کچه پښاله سوځوي - هم د هند په پنجاب او هریانا ایالتونو کې او هم د پاکستان په پنجاب ایالت کې.

خو د ناسا فضايي انځورونه ښيي چې ډېر اورونه د هند لوري ته او لږ یې د پاکستان پر غاړه دي.

پنجاب

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، کروندګر هر کال دغه وخت د راتلونکي کال فصل ته د ځمکې د تیارولو لپاره د تېر کښت پخله سوځوي، خو دغه اورونه د هوا پر ککړتیا ډېر خطرناک اغېز لري.

لاهور د هند له پولې ۲۰ کیلومتره ليرې دی، نو د پولې د هاخو لوګي یې ژر په عذابولای شي.

همدارنګه، ددغه کار د درولو لپاره له هڅو سره سره، د هند پر غاړه اورونه سږکال تر تېرکال زیات هم دي.

لاهور

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، لاهور ښار کې هوا دومره ککړه وي چې څو مترو کې یو شی نه لیدل کېږي