اروپايي ټولنه: د یونان ټاپوګانو کې د کډوالو حالت 'تباهۍ ته نژدې دی'

په اروپا کې د بشري حقونو د څار اداره وايي، هغه زرګونه کسان چې د یونان په کډوالو کمپونو کې اوسي، د 'تباهۍ د پاڼ پر ژۍ ' ولاړ دي. د بشري حقونو اروپايي کمېسیون کمشنره دونجا میجاتویک د یونان په دوو ټاپوګانو کې د دې کمپونو حالت 'چاودیدونکی ' بللی چې ۳۶ زره پناه غوښتونکي پکې ژوند کوي.

له دې څرګندونو څو ساعته وروسته د یونان پارلمان د کډوالو ایستلو بهیر چټکولو په تړاو یوه طرح تصویب کړه. د دغه هېواد لومړی وزیر وايي، د کډوالو ساتنه به کېږي، خو په خبره یې 'د یونان دروازې به د هر چا لپاره نه پرانیستل کېږي. '

د ملګرو ملتونو په ګډون د بشري حقونو فعالانو او ادارو دغه قانون غندلی او په وینا یې دې سره به د پناه غوښتونکو لپاره لاره محدوده شي. په ۲۰۰۱۵ کال کې نژدې یو میلیون کډوال چې ډېر یې د سوریې له کورنۍ جګړې تښتېدلي د ترکیې له لارې یونان ته داخل شول.

ترکیې له اروپايي ټولنې سره د بهیر سمبالولو بدل کې مالي هوکړه وکړه، خو لا هم هلته درې اعشاریه شپږ میلیونه سوریايي کډوال مېشت دي. دا وروستیو میاشتو کې دغه بهیر لاپسې ډېر شوی دی او د یونان ټاپوګانو کمپونه له کډوالو ډک شوي.

اغلې میجاتویک د لسبوس او ساموس ټاپوګانو پنډغالو ته ورغلې وه.

په لسبوس کمپ کې د ۲۸۴۰ کسانو اوسېدو وړتیا ده، خو د وروستیو شمېرو له مخې پکې ۱۶۹۲۴ کډوال اوسي چې ډېری یې په موریا نومي لنډ، تنګ کمپ کې دېره دي.

په یوه هېښوونکې ارزونه کې اغلې میجاتویک وایي، په تېر یوه کال کې د یونان ټاپوګانو کې د مېشتو کډوالو او پناه غوښتونکو حالات ناوړه بڼه غوره کړې او د دغو ځایونو سمولو لپاره باید عاجل اقدامات وشي، چې زرګونه انسانان پکې اوسي.

نوموړې وايي، په کمپونو کې ګڼه ګوڼه له کچې تېره ده او 'خلک تر ساعتونو پورې د ډوډۍ موندلو یا تشناب ته تګ لپاره په اوږدو کتارونو کې انتظار کوي. '

بل لور ته د یونان حکومت له لوري د پناه غوښتونکو اړوند نوی ناندریز قانون هدف دا بلل کېږي چې یوناني ساحلونو ته د کډوالو ډېرېدونکی شمېر به کم کړي. چارواکي وايي، نوی قانون به د پناه غوښتنې بهیر چټک کړي او دغه راز به د غیر قانوني کډوالو ایستلو لړۍ چټکه کړي.