د یونان د کډوالو یوه پنډغالي کې مرګونی اور

د رپوټونو له مخې د یونان د لیسبوس ټاپو په موریا پنډغالي کې اور لګېدلی چې تراوسه پکې د یوه کس وژل تایید شوي دي.

ځايي چاراکي وايي، د سوځېدلې ښځې مړی یې موندلی دی.

د یوه ماشوم د وژل کېدو رپوټونه هم شته، خو چارواکو تایید کړي نه دي.

ویل کېږي د کډوالو د استوګنې کانټینر کې اور لګېدلی دی.

دې پېښه پسې ځینې کډوالو لاریون کړی، چې د پولیسو غبرګون سره مخ شوي او د تیت پرک کولو لپاره یې اوښلن ګاز کارول شوی دی.

دغه کډوال وايي، اور وژونکي د پېښې ځای ته په ځنډ ورسېدل.

موریا پنډغالی درې زره کسان ځایولی شي، خو د افغانستان، ایران، سوریې او نورو هېوادونو تر ۱۲ زرو کډوال له سختو شرایطو سره د دغه پنډغالي کانتینرونو کې ژوند کوي.

دا پنډغالی له ۲۰۱۵ کال راهیسې کډوالو ته پرانیستل شوی.

لومړیو کې دا پنډغالی د هغو کسانو لپاره و چې غوښتل یې دلته څو ورځې تېرې کړي، خو ځینې له کلونو راهیسې دلته استوګن دی.

د یونان حکومت موریا پنډغالی اداره کوي او دلته د ډېر بیروبار لامل هم د اروپايي ټولنې د کنټرول سیاست بلل کېږي چې کډوال د یونان نورو سیمو ته د لېږد په ځای دغه ټاپو کې ساتل کېږي.

دا هم ترکیې ته د زرګونو کډوالو د ستنولو لپاره د ترکیې او اروپایي ټولنې ترمنځ د تړون برخه ده چې پر ۲۰۱۶ کال شوی دی.