تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
"محصلین د پیسو په بدل کې خپلې مقالې په نورو لیکي"
په اروپا او امریکا کې د پوهنتونونو زدکوونکي خپل علمي کارونه د پیسو په بدل کې پر نورو زدکوونکو ترسره کوي. په دغو هېوادونو کې یو شمېر محصلین د پوهنتونونو کورنۍ دندې تر ډېره په کینیايي محصلینو لیکي او د دې کار لپاره پیسې ورکوي.
د اټکل له مخې، په نړیواله کچه پر اکاډمیکو لیکنو د کال یو میلیارده ډالره لګول کیږي. یوه کینیايۍ ګېل- چې دا یې کاروبار دی- د هغو زدکوونکو په اړه وايي چې کورنۍ دندې پخپله نه لیکي:
"دوی په ځانګړي ډول د انلاین زدکړو محصلان خپلو ټولګیو ته نه راځي او خپلې کورنۍ دندې پر داسې محصلانو لیکي چې هغوی پیسو ته اړتیا لري."
نوموړې زیاتوي: "چې ته لټ یې او پیسې لرې، نو زه د پیسو لپاره ستا دنده ترسره کولی شم."
ګېل زیاتوي، لومړی زدکوونکو ته د دوی د ښوونکو یا لارښود استادانو له خوا یوه ساده موضوع ورکول کیږي: "بیا موږ انلاین کتابخونې لټوو چې دا موضوع پکې شته که نه. کله چې څه ومومي، په لیکلو پیل کوو".
په نړیواله کچه په هرو ۷ زدکوونکو کې یو یې خپله کورنۍ دنده د پیسو په بدل کې پر بل چا لیکي.
ډېری دغه کرايي لیکوال په کینیا کې مېشت دي. د دوی له ډلې یو تن جان د ماسټري او دوکتورا په کچه پای لیکونه او کورنۍ دندې لیکي.
ده ته ډېری فرمایشونو له برتانیا او امریکا ورکول کیږي.
"زه د ماسټري او دوکتورا د زدکوونکو لپاره پوره کورنۍ دنده لیکم، ډېری یې لویې لیکنې وي ان تر ۱۰۰ پاڼو یا له هغې ډېرې."
دی زیاتوي، پخپله له انجینري فارغ دی، خو نه دی توانېدلی چې په خپله برخه کې دنده پيدا کړي، نو اوس یې کرايي لیکوالي دنده جوړه شوې.
د جان په خبره، کله چې زدکوونکي له انجینري فارغیږي، د خپلو زدکړو په برخه کې یو یا دوو ته دندې پيدا شي پاتې کسان همداسې بې کاره پاتې شي.
"اوس پر یوې پاڼې له ۲۵ ډالرو تر ۵۰ ډالرو ګټلی شم. داسې کسان هم شته چې له دې لارې یې لوی او ښکلي کورونه جوړ کړي دي. ځینې لس اکونټونو لري او له هر اکونټه ورته دوه اونیو کې ۲۰۰۰ ډالره عاید راځي."
جان په دې باور دی چې که هر ډول دندې وړاندیز ورته وشي، ښايي ویې نه مني، ځکه له هرې دندې یې عاید زیات دی.
ګېل هم وايي، په کرايي لیکوالي کې تر هرې بلې دندې ډېر عاید لري: "که زه په کومه دنده پسې ورشم، شاید ۳۰۰ ډالره تنخا راکړي، خو اوس زه په کور ناسته یم او د علمي لیکنو له لارې ۵۰۰ یا ۶۰۰ ډالره ګټم".
د دې کار نیوکګر یا منتقدان بیا وايي، دا یو بې اخلاقو کار دی، خو د دې د مخنیوي لپاره یې په کینیا کې ځانګړی قانون نشته.
خو څو ځله دا غوښتنه شوې چې دا عمل دې جرم وبلل شي.