تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د چاغو کسانو سږو کې وازده وموندل شوه
د لومړي ځل لپاره د چاغو خلکو په سږو کې غوړ یا وزاده ولیدل شوه چې ډېروالی یې تنفس اغېزمنوي. څېړونکي غواړي پوه شي چې د وزن له کمښت سره به په سږو کې وازده کمه شي او که نه؟
اسټرالیايي څېړونکو د خپلې څېړنې پایله د اروپا په تنفسي نشریه کې خپره کړې ده. په دغه څېړنه کې د ۵۲ تنو پر سږو څېړنه شوې چې تر بدن یې په سږو کې غوړ زیات لیدل شوي دي.
دا نمونې د هغو خلکو وې چې له مرګ مخکې یې د بدن خپل غړي د څېړنې لپاره ډالۍ کړي و.
د بدن د چاغښت مالومولو لپاره له دې لارې کار اخېستل کېږي: د بدن وزن په (کیلوګرام)، د بدن پر ونه یا قد (په متر) وېشل کېږي او بیا دا وېش په دوو کې ضربېږي.
دا په ځواب پورې اړه لري چې اضافي وزن لري او کنه ؟ له ۱۸،۵ تر ۲۴،۹ پورې طبیعي ګڼل کېږي د ۲۵ او ۲۹،۹ ترمنځ اضافي وزن شمېرل کېږي او د ۳۰ د ۳۹،۹ ترمنځ چاغوالی بلل کېږي.
د چاغښت او پر سالنډۍ د اخته کېدو یا د هغې د نښو زیاتوالی پېژندل شوې خبره ده. په څېړل شوېو نمونو کې ښودل شوي چې ۱۵ کسانو سالنډي نه درلوده او ۲۱ کسانو هم سالنډي درلوده، خو په بل لامل مړه شوي او۱۶ کسان هم د سالنډۍ له وجې مړه وو.
له ډالۍ شویو سږو څېړونکو ۱۴۰۰ نمونې واخېستې او له رنګولو وروسته یې مایکرسکوب کې وکتلې او ویې لیدل د هغو کسانو تنفسي لارو کې چې ډېر چاغ و، ډېره وازده هم وه.
دوی متوجه شول چې وازده زیاتېدلو سره د هوا یا تنفس لارو طبیعي جوړښت بدلېږي او سږي پړسېږي چې ممکن په چاغو کسانو کې د سالنډۍ د ډېرو پیدا کېدو وضاحت وکړي.
د اسټرالیا ویسټرن پوهنتون استاد پیټرل نوبل هم دې څېړنه کې ګډون درلود بي بي سي ته یې وویل: "ډېر وخت کېږي چې سالنډي له چاغښت یا ډېر وزن سره اړوند بلل کېږي، څېړونکي احتمالاً پوهېږي چې ښايي دا مسئله پر سږو د ډېر وزن د فشار او له ډېر وزن د پړسوب زیاتېدو سره اړوند وبلل شي،خو زموږ څېړنو ښودلې چې بل مېکانیزم هم پکار دی."موږ پوه شوو چې د تنفسي لارو په دیوالونو کې وزاده ډېرېدل هم تنفسي لار نیسي او هم داسې ښکاري چې د سږو د پړسوب سبب کېږي."
د اروپا د تنفسي ناروغیو د ټولنې رییس پوهاند تیري تروسترز په وینا: "د وزن یا د تنفسي ناروغیو په اړه دا موندنو ښيي چې ممکن چاغښت د سالنډۍ نښې لا بدې کړي".
دې څېړنې وښوده په تنفسي لارو کې بدلون له چاغښت سره اړیکه لري او اوس زیاتې څېړنې ته اړتیا شته چې روښانه او معلومه شي چې د وزن په بایللو سره پیدا شوې وازده به هم کمه شي یا نه؟ خو دا روښانه دي چې په سالنډي اخته کسان باید وزن ته زیات پام وکړي.
د بریتانیا د علمي ټولنې د توراکس(د سینې قفس) د کمېسیون رئیس ډاکټر الیزابت ویلي، دا لومړی ځل مشخصېږي چې د بدن لپاره ټاکل شوی وزن د تنفسي لارو پر جوړښت اغیز لري:
"په نړۍ کې د چاغښت زیاتېدو ته په پام دا څېړنه زیات اهمیت لرلی شي، هغه هم د دې لپاره چې پوه شو ولې سالنډي لا هم هم یوه ننګونه ده او د درملنې نوې لارې یې ومومو، خو دا یوه کوچنۍ څېړنه وه او باید په لویه پیمانه د سږو په نورو ناروغیو کې هم ترسره شي."