د چیلي لاریون؛ نساجي کارخونه کې اورلګېدنې د ۵ تنو ژوند اخېستی

چیلي

د عکس سرچینه، AFP

د چیلي پلازمېنې سانتیاګو ته څېرمه د لاریون کوونکو له خوا د نساجي یوې فابریکې د سوځولو له امله پنځه تنه مړه شوي دي.

دغه اور د هغو دولت ضد لاریون کوونکو له خوا لګول شوی دی چې غوښتل یې دغه کارخونه "ویجاړه کړي او غلا ترې وکړي".

پوځ او پولیسو د لاریون کوونکو پرضد اوښکې بهوونکي ګاز کارولی او پر ځینو ښارونو یې د شپې له خوا ګرځ بندیز هم لګولی دی.

له دې وړاندې په سانتیاګو کې د یوه سوپر مارکېټ په اورلګېدنه کې درې کسانو ژوند بایللی و. د چیلي په پلازمېنه کې له څو ورځو راهیسې د عامه ټرانسپورټ د بیو لوړېدو له امله د دولت پر وړاندې لاریونونه روان دي.

پر دې سربېره مظاهره چیان د ژوند له لوړو لګښتونو او ځینو ټولنیزو ستونزو شکایت لري. دوی ځینې عامه بس موټرونو ته هم اور ورته کړی او د مېټرو د تمځایونو د ویجاړولو هڅې یې کړي دي.

زرګونه پوځیان هم د لاریون کوونکو د کابو کولو لپاره ګمارل شوي دي او تر اوسه شاوخوا ۱۴۰۰ مظاهره چیان نیول شوي او د دوی له ډلې دوه کسان د امنیتي ځواکونو په ډزو کې ژوبل شوي دي.

په سانتیاګو کې ناندریو عمومي ټرانسپورټ او هوايي تګ راتګ په ټپه درولي دي.

لاریون

د عکس سرچینه، Getty Images

د چیلي ولسمشرسباستین پینیرا د میټرو د لګښت لوړولو پرېکړه لغوه کړې او ورسره یې په پنځه سیمو کې فوق العاده وضعیت اعلان کړی دی.

نوموړي د پولیسو او پوځیانو په دفاع کې لاریون کوونکو ته وویل: ډیموکراسي نه یوازې دا چې له دې حقه برخمنه ده بلکې الزامي هم ده چې په ټولو وسایلو د هغوی پر وړاندې چې غواړي نابوده یې کړي، له خپل ځانه او د قانون له حاکمیته دفاع وکړي.

چیلي د جنوبي امریکا له بډایه هېوادونو دی خو په دې وروستیو کې هلته ټولنیزې ستونزې او اقتصادي نابرابرۍ لامل شوې چې فعالان د اقتصادي اصلاحاتو غوښتونکي شي.