برتانیا پارلمان له اروپايي ټولنې د دغه هېواد وتلو ځنډېدل تصویب کړل

برتانیا

د برتانیا پارلمان د برېکزیټ د بیا ځنډ رایه ورکړه. د قانون له مخې د وی لومړی وزیر اړ کړ چې له اروپايي ټولنې د وتلو لپاره د زیات وخت غوښتنه وکړي. خو بوریس جانسن وايي، دی به له اروپايي ټولنې ځنډ و نه غواړي.

ده ټينګار وکړ چې د روانې میاشتې تر پایه به له اروپايي ټولنې پر وتلو ټینګار وکړي. نن د برتانیا د پارلمان غړو له اروپايي ټولنې پر وتلو برېګزیټ اوږد بحث وکړ. لومړي وزیر بوریس جانسن هڅه وکړه چې د هغې هوکړې ملاتړ یې وکړي چې له اروپايي ټولنې سره یې کړې ده.

ښاغلي جونسن وویل، تر اکتوبر وروسته ځنډ زیانمنوونکی دی. د حکومت مخالف کارګر ګوند مشر جیریمي کوربین نوې هوکړه تر هغو بده وبلله چې درې واره پارلمان رد کړې وې.

برتانیا

د عکس سرچینه، Reuters

په داسې حال کې چې د پارلمان غړو پر برېګزیټ بحث کاوه د لندن په زړه کې لسګونه زرو کسانو لاریون وکړ او د بلې ټولپوښتنې غوښتنه یې کوله. د پارلمان ۳۲۲ غړو دغه طرح تایید کړه او ۳۰۶ غړو د رد رایې ورکړه.

دغه طرح یا ترمیم د لومړي وزیر بوریس جانسن د خوښې خلاف رایې ته وړاندې شو او رایې اچوونه د نوموړي لپاره د یو ډول ماتې په معانا بلل کېږي. د لومړي وزیر جانسن له مخالفانو یو هم کارګر ګوند دی چې دغه اصلاحیه یې تایید کړه. ښاغلي جانس څو ځله ویلي چې د بریګزیټ له ځنډولو سره مخالف دی.

له اروپايي ټولنې د برتانیا وتلو یا برګزیټ هوکړې ارزونې غونډه د برتانیا په تاریخ کې ۳۷ کاله وروسته داسې غونډه وه چې د اونۍ پر وروستۍ یا د رخصتۍ پر ورځ 'شنبه ' وشوه.

د دغې طرحې مخالفانو او پلویانو په پارلمان کې کې په دې تړاو تاوده بحثونه وکړل. د برګزیټ دغه نوې هوکړه پر پنجشنبه تر لاسه شوې او کارګر ګوند یې مخالفت کوي. دوی له اروپايي ټولنې د برتانیا وتلو چارې ځنډول غواړي.

کارګر ګوند غړي وايي، دوی د اولیور لتوین طرحې پلویان دي.

برتانیا
د عکس تشریح، له اروپايي ټولنې د برتانیا وتلو یا برګزیټ مخالفانو د مظاهرې یو انځور چې له هوا اخیستل شوی

د دغې طرحې له مخې که له اروپايي ټولنې سره د لومړي وزیر بوریس جانسن هوکړه تصویب هم شي، نوموړی باید له اروپايي ټولنې غوښتنه وکړي چې برګزیټ وځنډوي.

دغه طرح د لومړي وزیر جانسن له هغه دریځ سره څرګند تضاد لري چې وايي، برتانیا به د اکتوبر پر ۳۱ یا له هوکړې سره او یا بې هوکړې له اروپايي ټولنې ووځي.

د خلکو استازی لیور لټوین چې دغه اصلاحیه یې په نه ده، د خپلې طرحې دفاع کوي او وايي، د دغه ترمیم تصویب له هوکړې پرته له اروپايي ټولنې د برتانیا نه وتل تضمینوي. نوموړی وايي، له اروپايي ټولنې د بوریس جانسن د هوکړې پلوي دی، خو له هوکړې پرته وتلو سره مخالف دی.