تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
امریکا په سوریه کې د عملیاتو له امله پر ترکیې بندیزونه ولګول
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ پر ترکیې د مالي بندیزونو لګول تایید کړي، چې موخه یې په شمالي سوریه کې د کردي ځواکونو پر ضد د روانو ترکي عملیاتو درول دي.
واشنګټن د ترکیې د دفاع، کورنیو چارو او انرژۍ وزارتونه په تور نوملړ کې اچولي او په امریکا کې یې د هغوی شتمنۍ کنګل کړې دي.
د دوی ترڅنګ امریکا پر درې لوړپوړو ترکي چارواکو د کورنیو چارو، د دفاع او انرژۍ په وزیرانو هم بندیزونه لګولي دي.
د سپینې ماڼۍ لخوا په خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي، امریکا به همداراز پر ترکي پولادو ګمرکي مالیې ۵۰ سلنو ته لوړې کړي او د سوداګرۍ د یوه تړون په اړه به ورسره خبرې ودروي.
ښاغلی ټرمپ د خپلې هغې پرېکړې له امله له سختو نیوکو سره مخامخ شوی، چې له مخې یې له سوریې د خپلو ځواکونو د را ایستلو پرېکړه وکړه، چې ورسره پر کوردانو د ترکیې برید ته لاره جوړه شوه.
ولسمشر ټرمپ پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي: "ما څو وارې اروپايي ټولنې ته وړاندیز وکړ چې خپل وګړي بېرته ومني، خو څو وارې رد شو. دوی فکر کاوه چې امریکا به د تل په څېر دغه لوی لګښت بیا هم پر غاړه اخلي!"
ښاغلي ټرمپ ویلي، په سوریه کې یې د داعش د خلافت له ړنګولو وروسته له سوریې د خپلو سرتېرو د ایستلو پریکړه کړې.
هغه ویلي: "سوریه او اسد (بشار الاسد) پرېږدئ چې په خپله کردان وساتي او د خپلې خاورې لپاره له ترکیې سره جګړه وکړي. ما خپلو جنرالانو ته وویل چې ولې باید موږ د سوریې او اسد لپاره وجنګېږو چې د خپل دښمن ځمکه وساتو؟"
ښاغلي ټرمپ زیاته کړې، "هرڅوک چې د کردانو د ساتلو په برخه کې له سوریې سره مرسته کوي، زه ورسره خوښ یم، که هغه روسیه وي، که چین یا ناپیلیون بوناپارتي."
ولسمشر ټرمپ ویلي، هیله لري چې دوی ټول ښه وځلیږي، خو "موږ ۷ زره مایله لرې یوو"
د امریکا د ولسمشر مرستیال مایک پېنس ویلي، ډونلډ ټرمپ له ترکي ولسمشر اردوغان سره په ټلیفوني خبرو کې له هغه غوښتي چې ژر تر ژره د اوربند غوښتنه وکړي.
دفاع وزیر زیاته کړې، هغه به سیمې ته "څومره ژر چې کېدای شي" سفر وکړي.
د سوریې ځواکونه وړاندې د دې هېواد شمالي برخو ته دننه شوي دي. دا کوای شي دغه ځواکونه د ترکیې په مشرۍ له ځواکونو سره مخامخ کړي.
د امریکا د مالیې وزیر ویلي، دغه بندیزونه 'ډېر پياوړي' دي چې د ترکیې اقتصاد اغېزمنولی شي.
د امریکا د مالیې وزارت په خبرپاڼه کې ویل شوي: "د ترکیې حکومت دغه ګام د ملکیانو ژوند له خطر سره مخامخ او سیمه نا امنه کوي. ورسره د داعش پروړاندې کمپاین له پامه غورځوي."
د ډونلډ ټرمپ مرستیال مایک پینس خبرداری ورکړی چې دغه بندیزونه به تر هغې دوام وکړي او لا به سخت شي، چې ترکیه یوه ژر تر ژره اوربند ته غاړه کېږدي، تاوتریخوالی پرېږدي او له سوریې سره د پولې موضوع باندې د خبرو اترو موافقه وکړي.
امریکا وړاندې ویلي و، په سوریه کې د ترکیې 'نا منل شوې' مداخله د ګڼو داعشي بندیانو د خلاصېدو لامل شوې ده.
امریکا په داسې وخت کې پر ترکیې د بندیزونو لګولو اعلان کړی، چې ترکي ځواکونه په سوریه کې د خپلو ملګرو ملېشو په ملتیا د کوردانو تر ولکې لاندې منبېج ښارګوټي پر لور روان دي. د کردي ځواکونو پر ضد د ترکیې دغه عملیات یوې اونۍ ته غځېدلي دي. بلخوا د سوریې حکومت وايي، ځواکونه یې له کوردانو سره د یوې هوکړې له مخې د منببېج د دفاع لپاره ور رسېدونکي دي.