تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
مېرمنې او مېړه یې د اقتصاد نوبل جایزه وګټله
د سږ کال اقتصاد نوبل جایزه درې کسانو په ګډه ګټلې، چې دوه یې پکې مېرمن او مېړه دي. دغه جایزه اېستر ډوفول، د هغې مېړه ابیجیت بنرجي او مایکل کرېمر ګتلې ده. درې واړو ګټونکو ته به په ګډه کابو یو میلیون ډالر نغدي جایزه ورکول کېږي.
مېرمن ډوفلو ویلي، د دې جایزې په ګټلو د عاجزۍ احساس کوي او هیله لري چې بریا به یې نورو ښځو ته هم الهام ورکړي.
نوموړې د دې جایزې تر ګټلو وروسته ویلي:
"زما د جایزې ګټل ښیي چې یوه ښځه هم بریالۍ کېدلی شي او خلک یې بریا منلی شي. هیله مې دا ده چې زما بریا به نورې ښځې هم وهڅوي چې کار وکړي، او سړي به دې ته وهڅوي چې د ښځو هغسې درناوی وکړي چې نور انسانان یې وړ دي".
د سویډڼ د علمو شاهي اکاډمي، چې دا جایزه ورکوي، وایي چې د دې درې کسانو کار او څېړنو د بې وزلي په ختمولو کې لویه مرسته کړې ده.
د اقتصاد نوبل جایزه له ۱۹۶۹ کال راهیسې ورکول کېږي او پروفیسوره ډوفلو یوازې دویمه ښځه ده چې دا جایزه ګتي. نوموړې ۴۶ کلنه ده او په همدې حساب د دې جایزې تر ټولو کم عمره ګټونکې ده.
د دې درې کسانو ګډ کار په هند او افریقا کې پر بې وزلۍ راڅرخي. د دوی څېړنه ښیي چې په کومو برخو کې پانګونه پکار ده او کوم ګامونه د بې وزله خلکو پر ژوند تر ټولو ډېر اغېز لري.
د بېلګې په توګه په هند کې د دوی څېړنې وموندله چې په ښوونځیو کې د ښوونکو غیر حاضري ډېره ده. دا چاره پر زده کوونکو بد اغېز کوي او په ازموینو کې ښه نه ځلېږي.
پروفیسورې ډوفلو او دواړو همکارانو یې وړاندیز وکړ چې ښوونکو ته باید لنډمهاله قراردونه ورکړل شي، او که غیر حاضري یې کمه کړه نو قرارداد به یې غځول کېږي.
دې تګلارې نه یوازې د ښوونکو د غیر حاضرۍ ستونزه راکمه کړه، بلکې له دې سره په ازموینه کې د زده کوونکو نمرې هم ښې شوې.
پروفیسوره ډوفلو او مېړه یې پروفیسور بنرجي د امرکا د ماسچیوسز تکنالوزۍ انسټیټیوټ کې دنده لري، او پروفیسور کرېمر په هارورډ پوهنتون کې کار کوي.
پروفیسور بنرجي د خپلې مېرمنې پروفیسورې ډوفلو ښوونکی او د دوکتورا د تیسز لارښود استاد هم و.
د نوبل جایزو په لړ کې د اقتصاد جایزه یوازینۍ هغه ده چې الفرډ نوبل پخپله نه ده معرفي کړې. د اقتصاد نوبل جایزه د سویډن مرکزي بانک د الفرډ په یاد کې رامنځته کړه او په لومړي ځل په ۱۹۶۹ کال کې ورکړل شوه.
پخپله پروفیسورې ډوفلو ویلي، فکر یې نه کاوه چې په دوی درې واړو کې به کوم یو کس په دومره کم عمر کړې وکړای شي چې دا جایزه وګټي.
.