تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
سړی محکمې ته: "ایفون همجنس خوښی کړی یم"
یوه روسي سړي د اپل شرکت پر خلاف قانوني دعوه کړې چې ګواکې د دغه شرکت د ځیرک ټیلیفون (ایفون) یوه آپ یا اپلېکشن په لوی لاس همجنس خوښی کړی دی.
دغه سړی وايي د یو ډول مخفي، مجازي پیسو یا (ګې کواین) راکړې ورکړې له یوې پېښې وروسته همجنس خوښی شوي دي. د نوموړي په هغه عریضه کې چې یوه کاپي یې اي ایف پي خبري شبکې لیدلې، ویل شوي چې له اخلاقي پلوه ځورېدلی او د یو میلیون روبلو ( ۱۲۰۰۰) ډالرو تاوان غوښتنه یې کړې ده.
روسیه کې له ۱۹۹۳ راهیسې همجنس خوښونه جرم نه بلل کېږي، خو له هجنس خوښو سره تبعیض لا هم په دغه هېواد کې پریمانه لیدل کېږي. روسیې حکومت په ۲۰۱۳ کال کې پر هغه څه بندیز ولګاوه چې دوی یې د همجنس خوښۍ پروپاګند بولي.
دغه چاره په رسمي توګه 'کم عمره کسانو ته د غیر طبیعي ژوند تېرولو پر تاکید ' بندیز لګوي، خو عملاً د (ایل جي بي ټي) کسانو پر فعالیتونو اغېز کوي او له قانوني دایرې یې باسي. تېر کال پر یو شمېر فعالانو بریدونه شوي او وژل شوي دي.
دغه عریضه کې چې د سپتمبر پر ۲۰ محکمې ته وړاندې شوې ویل شوي، د ځېرک ټیلیفون اپلکشن له لارې یې د (بټ کواین) یا مجازي سکو غوښتنه کړې وه، خو پر ځای یې یو ډول نورې سکې ورکړل شوې چې په پټه لاس پر لاس کېږي او (ګې سکې) یا د همجنس خوښو سکې بلل کېږي.
کریفتو یا مخفي سکې د مجازي یا انلاین پیسو یو ډول بڼه لري چې بټ کواین او ګې کواین هم له همدې ډول پیسو شمېرل کېږي.
عریضه کې ویل شوي، ده ته پیسې له یوه لیکلي نوټ سره ورسېدې چې پکې لیکل شوي وو:
'له ازمایښته مخکې قضاوت مه کوئ. '
په عریضه کې ویل شوي، 'په دې مې د رښتینولۍ ګومان وکړ او له ځانه سره مې وویل، څنګه کولای شم، له ازمایلو مخکې قضاوت وکړم او له هغه وروسته مې پرېکړه وکړه، چې له هجنسو کسانو سره جنسي اړیکي ولرم. '
عریضه زیاتوي:
'اوس یو ملګری هلک لرم، خو نه پوهېږم دغه حالت څنګه مور او پلار ته تشریح کړم. ' عاریض سړی زیاتوي، ژوند یې ډېر خراب شوی او نه شي کولای عادي حالت ته بېرته وګرځي.
دغه سړی وايي، 'اپل په لوی لاس هجنس خوښولو ته ټیل وهلی) او له دې کبله ( ذهناً او اخلاقاً ناارامه ' دی.
رپوټونو کې ویل شوي محکمه به د اکتوبر پر ۲۰ مه په دې اړه څېړنه کوي. خو اپل شرکت تر اوسه په دې اړه د غبرګون په تړاو د بي بي سي نیوز بیټ له غوښتنې وروسته هم څه نه دي ویلي.