هندۍ محکمې همجنس خوښو ښځو ته د جوړه اوسېدو اجازه ورکړه

د هند کېرالا ایالت عالي محکمې د هغو دوو همجنس خوښو ښځو حق کې پرېکړه کړې، چې غواړي جوړه ژوند وکړي.

څلوېښت کلنې ایس سریجا محکمې ته عریضه کې ادعا کړې وه، چې له څلروېشت کلنې ارونا سره یې له دوو کلونو راهیسې اړیکي درلودل او له اګست میاشتې راهیسې یو ځای اوسېدې، چې په وینا یې اوس ارونا د خپلې کورنۍ لخوا په زور ایساره شوې ده.

دغه پرېکړه روانه میاشت د هند سترې محکمې له هغې پرېکړې وروسته چې نور به هند کې همجنس خوښونه جرم نه بلل کېږي، دغسې یوه قضیه کې لومړنۍ پرېکړه بلل کېږي.

اغلې سریجا په خپله عریضه کې ویلي و، ملګرې یې له دې سره تر تلو یوه ورځ وروسته پولیسو کولم سیمه کې په زور بوتله. نوموړې ادعا کوي، پولیسو ته د ارونا مور ویلي و، چې لور یې ورکه ده او له هغه وروسته پولیسو له ځان سره بوتله.

د اغلې سریجا مدافع وکیلې، پریتها کې کې بي بي سي ته وویل:

''یوې ځايي محکمې هغې ته د تلو اجازه ورکړې وه، خو پولیسو سملاسي بېرته ونیوه او د مرکزي ښار تهریواناتهپورم رواني ناروغانو درملنې یوه روغتون کې یې بستري کړه. ''

مېرمن پریتها زیاتوي، د سریجا له عریضې وروسته عالي محکمې د هغې ملګرې وغوښته او هغې محکمې ته وویل، چې غواړي له هغې سره ګډ ژوند وکړي او له هغه وروسته محکمې دوی ته د جوړه اوسېدو اجازه ورکړه.

هند سترې محکمې روانه میاشت د برتانوي واکمنۍ مهال ۳۳۷ شمېره هغه قانوني ماده لغو کړه، چې له مخې یې همجنس خوښونه جرم بلل کېده، خو دې سره هم په هند کې ډېر خلک د همجنسو کسانو تر منځ جنسي اړیکو او ګډ ژوند ته په ښه نظر نه ګوري.