عراق کې د تاوتریخوالي دوام؛ د وژل شویو شمېر زیات شو

عراق کې امنیتي سرتېرو پر هغو معترضانو ډزې کړې چې ګرځبندیز ته له پام پرته سړکونو ته وتلي وو.

دې سره د وژل شویو شمېر ۲۰ ته رسېدلي، که څه هم د امریکا سي اېن اېن پرون د مړیو شمېر ۳۴ بللی دی.

د عراق لومړی وزیر عادل عبدل مهدي وايي، د نظم ټینګولو او د بلواګرو د نفوذ د مخنیوي لپاره به تر نامالوم وخت ګرځبندیز وي.

پر وژل شویو سربېره تېره ورځ په بغداد او د عراق نورو ښارونو کې په زرګونو معترضان ټپي شول خو لا هم د دې وضعیت د کنټرولولو نښه نشته.

لاریونوال اداري او دولتي فساد، د عامه خدمتونو نامناسب والي او د بېکارۍ لوړې کچې غوسه کړي دي.

که څه هم داسې ښکاري چې دا مظاهرې همغږي نه لري او په خپل سر را پورته شوې، خو تېر یو کال کې چې عادل عبدل مهدي واک ته رسېدلی دا تر ټولو لویې مظاهرې دي.

ملګرو ملتونو او امریکا د لاریونوالو پرضد په تاوتریخوالي اندېښنه ښودلې او د عراق له حکومت یې غوښتي چې له زغم کار واخلي.

د پنجشنبې په ورځ د بښنې نړیوالې ادارې هم له عراق وغوښتل چې سملاسي د امنیتي ځواکونو د تاوتریخوالي مخنیوی وکړي.

وروستي بدلونونه

له دوو ورځو مظاهرو وروسته د عراق حکومت د پنجشنبې په ورځ ګرځبندیز اعلان کړ او یوازې د هوايي ډګر مساپرو، امبولانسونو او زیارتوالو ته یې د تګ راتګ اجازه ور کړې.

امنیتي ځواکونو اصلي لارې تړلې او د بغداد د پلونو کنټرول یې خپل کړی دی.

انټرنېټ ډېر کم دی، ځکه لاریونوال وايي، چې د خواله رسنیو له لارې خپلو کې د اړیکو ډېر کم توان لري.

خو بیا هم دوی بغداد کې پرون تحریر چوک کې سره ټول شول او د تیت پرک کولو لپاره یې هوايي ډزې او اوښلن ګاز وکارېده.

یوه معترض رویټرز ته ویلي: له ګرځبندیز سره سره موږ لاریون کوو، موږ د رژیم بدلون غواړو.

لاریونونه په بغداد او د عراق سوېل ته په شیعه مېشتو سیمو کې روان دي. د عراق شمال چې کردان پکې دي او لوېدیځ چې سنیان پکې دي نږدې ارام دي.

د پنجشنبې په ورځ روغتیايي سرچینو وویل، پر بغداد سربېره په عماره، دیوانیه، حله او ناصریه کې هم لاریونوال وژل شوي او سلګونه ټپیان شوي دي.

لاریون له کوم ځای پیل شو

لاریون د سې شنبې په ورځ له بغداد پیل شو او نورو ښارونو ته هم خپور شو.

بغداد کې زرګونه کسان زرغونه سیمه کې ټول شول چې له بېکارۍ، عمومي خدمتونو له خرابوالي او اداري فساد شکایت لري.

دا لاریون د عادل عبدالمهدي د حکومت د لومړي کال د کلیزې سره په یو وخت له اینټرنیټي بلنې وروسته پیل شول.

تېر کال په معراق کې د شیعه روحاني مقتدا صدر په مشرۍ د بېکارۍ په اعتراض کې لاریونونه وشول.

سږنیو مظاهرو کې هم د تېر کال په څېر غوښتنې دي